د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي ترکمنستان ته د دغه وزارت د لوړ پوړي پلاوي د درې ورځني سفر پرمهال د یاد هېواد له بېلابېلو چارواکو سره د لیدنو خبر ورکوي او زیاتوي، چې په دې سفر کې له ترکمني چارواکو سره په افغانستان کې د ځینو پروژو د پلي کولو په موخه هوکړې ته رسېدلي دي.
د دغه وزارت ویاند همایون افغان وایي، د دې وزرات له لوري تللي پلاوي هلته د ترکمنستان له بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او په دغه برخه کې شته فرصتونو باندې بحثونه کړي.
افغان زیاتوي: « په دغو ناستو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او تجارتي اړیکو پر پراختیا او په دې برخه کې د شته فرصتونو په اړه خبرې وشوې.»
افغان وايي، په دې لیدنو کې دواړو لورو د طبیعي ګازو د نل لیکې( ټاپي)، د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزي(ټاپ)، د تورغونډۍ-هرات د رېل کرښې لومړي فاز او نوري فایبر پروژو د پلي کولو په موخه هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.
هغه زیاتوي: « د دغو کتنو په پای کې د دواړو لورو ترمنځ د ټاپي پروژې د کوربه هېواد تړون، د ټاپ پروژې د تطبیق هوکړه لیک، د هرات سنوبر د اوسپنې پټلۍ عمل پلان او د تورغنډۍ د اوسپنې پټلۍ ترمینل د پراختیا هوکړه لیکونه لاسلیک شول.»
په ورته وخت کې د اقتصادي چارو شنوونکي دغه پروژې د افغانستان اقتصادي پراختیا لپاره حیاتي بولي او زیاتوي، د یادو پروژو په پلي کېدو سره به نه یوازې له ګاونډیو هېوادونو او نړۍ سره اقتصادي اړیکې بلکې سیاسي اړیکې هم پراخې شي.
د اقتصادي چارو کارپوه سېلاب سمندر وايي: « دا به د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د نورو اقتصادي اړیکو پراختیا او همدارنګه به د سیاسي اړیکو د استحکام لپاره هم زمینه برابره کړي.»
د اسلامي امارت دغه لوړ پوړی پلاوی په داسې حال کې د اقتصادي پروژو د پلې کولو لپاره ترکمنستان ته تللی، چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا غبدالغني برادر اخوند هم ازبېکستان ته د سفر پرمهال د ازبېکستان او اذربایجان هېوادونو له لوړ پوړیو چارواکو سره ولیدل او پر یو شمېر اقتصادي موضوعاتو یې خبرې وکړې.