د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته د وینې په سرطان یا تلسیمیا اخته کسان له بېلابېلو ولايتونو او لرې پرتو سیمو څخه راوړل کېږي.
دا ناروغان، چې ډېره برخه یې ماشومان دي، له ناوړه اقتصادي وضعيت سره مخ دي او د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د مسوولينو د ملاتړ غوښتونه کوي.
د وینې پر سرطان د یوه اخته ماشوم مور وايي: « دلته هرڅه په بیه دي، نه درمل شته او نه امکانات؛ حتا خپل ناروغ ته وینه هم په بیه اخلو.»
د یوه بل ناروغ پایواز باز محمد بیا وايي:«غوښتنه مو دا ده، چې د درملو او وسایلو په برخه کې له موږ سره مرسته وشي، ترڅو ناروغان مو ژر ښه شي.»
د روغتون مسوولین وايي، د وینې سرطان ناروغي د تېر کال په پرتله زياته شوې.
د دوی په خبره، تېر کال د وينې په سرطان اخته څه باندې ۱۲ زره ماشومان میرویس حوزوې روغتون ته را وړل شوي دي.
د یاد روغتون د ناروغانو د ثبت ادارې مسوول ډاکټر محمد اشرف کیهان وايي، د روان کال په لومړيو درېيو مياشتو کې د تلسمیا شاوخوا ٩٥ نوي ناروغان تشخيص شوي او تر ٣٠٠٠ زيات ناروغان په پرله پسې ډول د وينې ترلاسه کولو لپاره راغلي دي.
کیهان زیاتوي:« تېر کال ۱۲ زره ۹۲۰ تنه ناروغان په مسلسله توګه راغلي او د وینې له بانک څخه یې وینه ترلاسه کړې، ۲۹۰ مو نوي کېسونه درلودل. روان کال تراوسه پورې ۹۵ نوي کېسونه لرو، چې د تېر کال په پرتله زیاتوالی ښيي.»
همدارنګه د یاد روغتون د ماشومانو څانګې مسوول ډاکټر هدایت الله حکیمي واييوايي:« د وینې سرطان یوه جنیټیکي ناورغي ده، چې له میندو څخه ماشومانو ته انتقالېږي او د وینې هیموګلوبین متأثره کوي.»
دغه ناروغي داسې مهال زیاتېږي، چې په هېواد کې د بېکارۍ او اقتصادي ځوړ له امله خلک د روغتيايي لګښتونو د ورکړې او په خپل وخت د درملنې کولو توان نه لري.