د حکومت له خوا د کورنیو تولیداتو ملاتړ او ترې د ګټې اخیستنې لپاره د خلکو هڅول هغه څه دي، چې د غور او نیمروز اوسېدونکو پر باور لري او وایي، دا کار د کورنيو تولیداتو د ودې او د هېواد پرځان بسیاینې لامل کېدای شي.
دوی له سرپرست حکومت غواړي، چې د کورنیو تولیداتو د ودې او زیاتوالي په موخه د سوداګرو ملاتړ وکړي.
د غور اوسېدونکی نقیب الله داخلي تولیدات د اقتصادي ودې لپاره مهم بولي او زیاتوي: «دولت باید له کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي ترڅو اقتصاد ورسره پياوړی او خلک د کاروبار خاوندان شي.»
همدارنګه د نیمروز اوسېدونکی غلام محمد هم «حکومت باید د کورنیو تولیداتو په برخه کې پراخ پروګرامونه ولري. دغه کار د نندارتونو د جوړولو له لارې کېدای شي ترڅو سوداګر او تولیدوونکي خپل محصولات په کې نندارې ته کېږدي او لپاره یې بازار موندنه وشي.»
دوی همداراز د صنعتکارانو لخوا د کورنيو تولیداتو کیفیت لوړولو ترڅنګ، خلکو ته د يادو توکو د ور پېژندلو په موخه د نندارتونونو جوړولو غوښتنه کوي، څو په خبره يې خلک د دغو توليداتو د کيفيت په اړه لا ډېر باوري شي.
بله خوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین له کورنيو تولیداتو د ملاتړ ترڅنګ ډاډ ورکوي، چې دغه تولیداتو ته يې په کور دننه او بهر د بازار موندنې لپاره پلانونه جوړ کړې او له مخې به یې په بهر کې هم کورني محصولات د نندارتونونو له لارې نندارې ته وړاندې کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد وايي: «موږ په راتلونکې کې داسې پروګرامونه په پلان کې لرو، چې له لارې به یې د خپل هېواد محصولات او تولیدات د نورو هېوادونو په نندارتونو کې ته وړاندې کړو ترڅو له پراخې بازار موندنې څخه برخمن شي.»
مسوولین په هېواد کې د امنیت تینګښت یو لوی فرصت بولي او او وایي دا مهال تر بل هر وخت زیات د پانګوالو لپاره د پانګونې مناسب فرصتونه رامنځته شوي او دوی باید له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي.