Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خیرخوا: د پکتیا بالاحصار رغول کېږي

خیرخوا: د پکتیا بالاحصار رغول کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/23

د اطلاعاتو کولتور وزارت سرپرست مولوي خیرالله خیرخوا چې پکتیا ته د خپل سفر پرمهال د ددغه ولایت له تفریحي او تاریخي سیمو له لیدنې وروسته له رسینو سره د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، اطلاعاتو او کولتور وزارت له درېيو نورو وزارتونو سره په ګډه پر يوه داسې پلان کار کوي، څو د دغه ولایت بلاحصار او نورې تاریخي سیمې د خصوصي سکتور پر مرسته بېرته ورغوي.

هغه زیاتوي:« زموږ تاریخي اثار خورا ډېر دي، هر ولایت چې ولاړ شې، ته وايي، دا مې یو وار جوړ کړی وی. دومره ارزښت هم لري. باور وکړئ، د اسلامي امارت امکاناتو ته چې وګورو، ټولو ته رسېدنه نه شو کولی، نو په دې کې موږ مشخص نه شو ویلی، چې دې کې اسلامي امارت څومره وشي کولی او کومې موسسې به راوړاندې شي. که موسسې راوړاندې شي، د اسلامي امارت امکانات کم دي، کوشش کوو چې موسسو ته یې وسپارو او که موسسو ونه کړل، نو هغه اړین بخش به موږ ګورو، چې مصارف یې کم وي او اسلامي امارت یې کولی شي، هغه به وشي.»

خیرخوا همدا راز وايي، په پکتیا کې به د تاریخي سیمو د رغونې ترڅنګ هڅه وکړي، چې د یاد ولایت تفریحي سیمو ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.

هغه زیاته کړه:« که درته ووایم، زموږ د سیاحت موضوع مهمه وه، چې دغه سیمه سیاحتي سیمه ده. د سیمې خلکو ځمکې لږ دي او برېښنا یې نه شته ده، دلته مهم شی چې دی، برېښنا ده.»

د کنفرانس پرمهال ځایي خبريالانو د خپل کار پر وړاندې شته ستونزې هم شریکې کړې او سرپرست وزیر یې د حل په برخه کې ډاډ ورکړ.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

حکومت: نړۍ باید له افغانستان سره د فرهنګي میراثونو ساتلو کې همکاري وکړي
فرهنگ او هنر

حکومت: نړۍ باید له افغانستان سره د فرهنګي میراثونو ساتلو کې همکاري وکړي

جنوري 28, 2026
هنرمندان: ننګرهار کې د خطاطۍ او انځورګرۍ هنرونه د ورکېدو له خطر سره مخ دي
فرهنگ او هنر

هنرمندان: ننګرهار کې د خطاطۍ او انځورګرۍ هنرونه د ورکېدو له خطر سره مخ دي

جنوري 18, 2026
افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري
فرهنگ او هنر

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

جنوري 14, 2026
د امپراتور احمدشاه ابدالي کور ترمیم او د سیلانیانو پرمخ پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د امپراتور احمدشاه ابدالي کور ترمیم او د سیلانیانو پرمخ پرانستل شو

جنوري 7, 2026
خوست کې یوه لرغونې کلا او جومات د ویجاړېدو له خطر سره مخ دي
فرهنگ او هنر

خوست کې یوه لرغونې کلا او جومات د ویجاړېدو له خطر سره مخ دي

دسمبر 31, 2025
د ختیځ زون موزیم کې د لرغونو آثارو درې بعدي کولو پروسه پيل شوه
فرهنگ او هنر

د ختیځ زون موزیم کې د لرغونو آثارو درې بعدي کولو پروسه پيل شوه

دسمبر 31, 2025

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist