د پیسو نړیوال وجهي صندق (آی.ایم.ایف) له لوري پاکستان د هغو هېوادونو په نوملړ کې وراضافه شوی، چې له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ دي.
د یاد صندوق په راپور کې ویل شوي، چې پاکستان هم د عراق ، سوریې، سومالیا ، سوډان او یمن په څېر له سختو شخړو سره لاس او ګریوان دی.
دغه راز راپور کې ویل شوي، چې په پاکستان کې پرملکي او نظامي ځواکونو وسله وال بریدونه زیات شوي چې په دې کې پر بهرنیو وګړو هم بریدونه شوي او وژل شوي.
د سیاسي چارو کارپوهان په دې اند دي، چې پاکستان د خپل پیدایښت له پیله تردې دمه د خپل ولس پرځای د امریکا او نورې غربي نړۍ د ګټو لپاره کار کړی، چې امریکا ته یې د تازه پوځي اډو ورکړه ښه بیلګه ده.
دوی وايي، دا هرڅه په دې مانا دي چې اسلام اباد په سیمه کې د ارامتیا او ښه ګاونډیتوب لپاره کار نه کوي چې له امله یې د پاکستان عام ولس له سخت ناسم اقتصادي او امنیتي وضیعت سره مخ دی.
د سیاسي چارو کارپوه حکمت الله حکمت وايي:« د پاکستان حکومت له پېداېښت تر نننه پورې د پاکستان ولس لپاره نه بلکې د زاړه استعمار او د امریکا ګټو لپاره رول لوبولی دی. پاکستان په سیمه کې د جګړو، ناخوالو رامنځته کولو، د اقتصادي بندیزونو اساسي مرکز ګرځېدلی دی. اوس د دوی له لوري امریکا ته پوځې اډې ورکول، د دغسې سیاستنو پایله دا ده چې د پاکستان ډېر زحمتکشه، هوښیار ولس وږې ، تږی، بې اتفاقه او پوځ په داسې حالت کې دی چې نور د حالاتو کابو کولو لپاره څه نه لري. ځکه نو څه چې کرې، هغه به ريبې.»
ځېنې نور بیا وايي، د پاکستان اوسنی ناسم اقتصادي، سیاسي او امنیتي وضیعت د هغو سیاستونو پایله ده، چې له تېرو څو لسیزو راهیسې یې اسلام اباد مخ ته وړي.
دوی په دې اند دي، که پاکستان د خپلو ګاونډیو او سیمې پر وړاندې په خپل اوسني دریځ او تګلارو کې بدون رانه ولي نو لا به یې وضیعت کړکیچن شي.
د سیاسي چارو شنونکی موسی سعادت وايي:« پاکستان چې ۴۰ کاله د ترهګرو روزنه او پالنه د ګاونډیانو په خاطر وکړه، نو دوی خپله اوس خپله په کې راګېر دي. تاسې د آی.ایم.ایف تازه راپور وګورئ، چې پاکستان یې د اتو هېوادونو په قطار کې راوستی دی، چې د پاکستان وضعیت نازک دی، اقتصادي وضعیت یې صفر دی، بهرنیان په نښه کېږي، نو دا هغه څه ول، چې دوی دا ۴۵ کاله ترهګر وروزل او وې پالل او نن په دې ستونزو کې خپله راګېر دي. زه وایم، دوی دې نور خپلې خلا ته پام وکړي او دې شیانو دې لاس واخلي.»
په پاکستان کې له وروستیو ټاکنو راپدېخوا دې هېواد کې سیاسي بې ثباتي زیاته شوې او ناامني هم ورځې بلې ته په کې زور اخلي چې ان اوس په دغه هېواد کې بهرني وګړي هم خوندي نه دي، تېره میاشت په کې پنځه چینایان ووژل شول او وړمه ورځ هم دوه چاپاني وګړي.
پاکستان وار دمخه د آی.ایم.ایف د پورونو د ورکړې پروګرام کې شامل دی او روانه میاشت یې د پیسو له نړیوال وجهي صندوقه څه باندې یو ملیارد ډالره پور هم ترلاسه کړی.