اسرائیلو د غزې او په سوریې کې د لبنان حزب الله ډلو پر اهدافو د بریدونو پر دوام، دا ځل د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د ایران کونسلګري په نښه کړې.
د ایران دولتۍ رسنۍ ایرنا د راپور له مخې، د اسرائیلو لخوا د ایران پر کونسلګرۍ برید کې د وژل شویو شمېر ۱۳ کسانو ته رسېدلی، چې دوه هغه يې د قدس ځواکونو قوماندانان دي.
د دغه هېواد مذهبي مشر علي خامنه اي دغه برید په سختو ټکو غندلی او ویلي يې دي، جنایت کوونکي به له خپل کړي جنایت څخه پېښمانه کړي.
په ورته مهال د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي حماس ډلې ته په اشارې ویلي، د مقاومت ډله د غښتلي کېدو په حال کې ده او اسرائیل به هغو شومو موخو ته پرېنښودل شي، چې فکر یې کوي.
نوموړي زیاته کړې، اسرائیلو د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف عمل کړی، چې په خبره يې بې ځوابه به پاتې نه شي.
رئیسي زیاته کړې: « یو ځل بیا په یوه ترهګریز جنایت او له نړیوالو قوانینو څخه په سرغړونې د صهیونیستی رژیم لاسونه زموږ د هېواد څو تنو پوځي قوماندانانو او سرتېرو په وینو رنګ شول. د صهیونیستي رژیم دغه برید د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی، چې بې ځوابه به پرېنښودل شي.»
له دې سره د دغه برید په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ورمه ورخ ناسته کړې او د اسرائیلو لخوا په سوریې کې یې د ایران پر کونسلګرۍ برید غندلی دی.
په دغه ناسته کې د چین، روسیې او یو شمېر نورو هېوادونو استازو د اسرائیلو لخوا یاد برید غندلی او اندېښنه یې څرګنده کړې، چې دا ډول بریدونه به په منځني ختیځ، سیمه او نړۍ کې بي ثباتي زیاته کړي.
د دې ترڅنګ له امریکا پرته په امنیت شورا کې د ډېری هېوادونو استازو بیا په نړۍ کې پر ډیپلوماټیکو مرکزونو د بریدونو ترسره کول د نړیوالو قوانینو خلاف عمل بللی.
ملګري ملتونه وايي: « هغه بریدونه، چې د هېوادونو ډپیلوماټیک مرکزونه په کې په نښه کېږي محکوم کوو؛ ځکه دغه ډول بریدونه د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف عمل بلل کېږي.»
بلخوا، امریکا چې د اسرائیلو پوځي ملاتړ کوي ویلي، ایران او د ایران ملاتړې ډلې باید په سیمه کې د بې ثباتۍ هڅې ودروي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لیندا توماس ګرېند فیلډ وايي: « د اکتوبر له اوومې چې پر اسرائیلو ترهګریز برید شوی، امریکا له ایران څخه غواړی، چې له دغه برید څخه د ځان په ګټه کار وانخلي او په سیمه کې د خپلو وسلوالو ډلو په ملاتړ بې ثباتي زیاته نه کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې وړاندې اسرائیلي ځواکونو په غزې کې د يوه نړیوال بشري مرستندوی بنسټ شاوخوا ۶ هغه کسان ووژل چې اړمنو فلسطینانو ته یې بشري مرستې رسولې.
د راپورونو له مخې، په وژل شویو کسانو کې د امریکا ، بریتانیا ، استرالیا او یو شمېر نورو هېوادونو وګړي شامل دي.