د روانې اکتوبر میاشتې پر ۷ مه پر اسرائیل د حماس ډلې له مرګوني او ویجاړونکي برید وروسته د دوه اونیو په تېرېدو لا هم پر غزې د اسرائیلي ځواکونو هوايي بریدونه دوام لري.
د دې بریدونو په لړ کې تازه د اسرائیلو له خوا ۸۳۶ فلسطینان وژل شوي چې یوازې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې ۴۳۶ اوسیدونکو ژوند له لاسه ورکړی دی.
ملګري ملتونه او په غزه کې خیریه بنسټونو ویلي، د غزې خلک د بشري مرستو له سخت کموالي سره مخ دي ، اوبه ، خواړه او درمل په کافي اندازه نه پیدا کېږي.
چین او روسیې په یو ګډه ناسته کې وړاندیز کړی دی چې د بشري ناورین مخنیوي په موخه باید د اوربند لپاره جدي هڅې وشي.
د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ویلي:« موږ له عربي هېوادونو او مصر سره مرسته کوو ترڅو په غزه کې بشري ناورین پای ته ورسیږي او موږ مصر هڅوو او ملاتړ یې کوو چې په بشري مرستو کې مخکښ دی.»
پر غزې د اسرائیلو خونړیو هوایي بریدونو او په غزه کې بشري ناورین د اسلامي هېوادونو غبرګونونه راپارولي او پر فلسطیني مسلمانانو روان جنګ یې بشري جنایت بللی دی
د ایران بهرنیو چارو وزیر حسن امیر عبداللهیان له یوې ایراني رسنۍ سره مرکه کې د اسرائیلو له خوا پیل شوی جنګ غزه کې نسل وژنه بللې او ویلي یې دي چې دوام به یې ترخې پایلې ولري.
هغه زیاته کړې:« اوس سیمه له باروتو ډکه بوشکه ده، پر غزه جنګ ، نسل وژنه او په زور د غزې خلکو بې ځایه کول د صهیونیستانو او د هغوی د ملاتړو او جنګ غوښتونکو د ګټو پر وړاندې جدي او ترخې پایلې لرلی شي.»
بلخوا د امریکا ولسمشر جو بایډن د اسرائیلو له لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو سره په لېدنه کې پر بشري خوندیتابه ټینګار کړی دی.
بایډن زیاته کړې:« امریکا د غزې له اوسېدونکو سره ولاړه ده او ژمنه کوي چې د اوبو ،خوړو او درملو په رسولو کې به مرسته وکړي.»
د غزې په شمالي او جنوبي برخه د اسرائیلو هوايي بریدونه ډېر شوي چې په تیرو ۴۸ ساعتونو کې شاوخوا ۸۵۰ فلسطینیان یې وژلي.
ملګرو ملتونو څو ورځې وړاندې ۱۴ لارۍ بشري مرسته د رفح پولې له لارې غزې ته ولطږدوله او په غزه کې روغتیايي او خیریه بنسټونه دا مرسته کمه بللې او د زیاتو مرستو غوښتنه یې کړې.