د امریکا، کانادا، جرمني، برېټانیا، فرانسې، ایټالیا مشرانو په یوه ګډه خبرپاڼه کې د حماس له لوري د نیولو شویو دوو امریکايي اتباعو له خوشې کېدو هرکلی کړی او یو ځل بیا یې له اسرائیلو خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
خبرپاڼه کې د امريکا او لوېدیځو هېوادونو د مشرانو یو ځل بیا د جګړه ییزو قوانینو د مراعت کولو غوښتنه کړې.
د خبرپاڼې یوه برخه:« مشرانو له اسرائیلو د ملاتړ او پر دې چې دغه هېواد له ځانه د دفاع حق لري؛ ټینګار وکړ. دغه راز یې په روانه جګړه کې د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب او په دې برخه کې د نړیوالو قوانینو د مراعت کولو غوښتنه وکړه.»
خو بل پلو بیا د فلسطین لومړي وزیر محمد شتایه بیا پر غزې د اسرائیلي ځواکونو له لوري هوايي بمبارۍ او د زرګونه فلسطینیانو پر وژنې د لویدیځو هېوادونو چپ پاتې کېدل بشري جنایت او دا يې نورو ورته بریدونو ته د جواز ورکړه بللې.
شتایه په رام الله کې د سفیرانو او د بېلابېلو هېوادونو استازو په غونډه کې له نړیوالې ټولنې او د سیمې له هېوادونو غوښتي چې د اسرائیلي اشغال پروړاندې متحده جبهه رامنځته کړي.
هغه زیاته کړې:« له نړیوالې ټولنې او ټولو وروڼو هېوادونو غواړو، چې زموږ د خلکو پر وړاندې د روان یرغل، د غزې تړانګه کې د مېشتو وګړو د بې ځایه کولو او د اسرائیلو ځواکونو د ځمکني یرغل د مخنیوي او درېدا په موخه متحده جبهه اېجاد کړي او غزې ته د صحي او بشري مرستو د لېږد په برخه کې پر اسرائیلو فشار زیات کړي.»
د منځني ختیځ لپاره د روسیې ځانګړي استازي میخایل بوګدانوف که څه هم د اسرائیلو او فلسطین ترمنځ د جګړې درېدا ته خوشبیني نه ښيي؛ خو له اسرائیلو غواړي چې د فلسطیني خاورې د لاندې کولو لړۍ ودروي.
هغه زیاتوي:« د اسرائیلو او فلسطین ترمنځ جګړه نه شي درېدلی؛ خو د مېشتېدو په موخه د اسرائیلو له لوري د فلسطیني خاورې نیول باید ودرول شي.»
دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلي ځواکونو په هوايي بریدونو کې شاخواو څلور سوه ملکي فلسطینیان وژل شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
له دې سره د اکتوبر میاشتې له اوومې نېټې راهیسې د اسرائیلي ځواکونو په بریدنو کې ۴۶۵۱ کسان وژل شوي چې زیاته برخه یې ښځې او ماشومان دي.