له تیرو څو لسیزو راهېسې پاکستان د پیسو نړیوال صندق او نړیوال بانک یو ستر پیرودونکی او پور اخېستونکی پاتې شوی دی.
دا چې یاد هېواد د بودیجې د تمویل لپاره کافي مالیه نه لري، د ټیټو تولیداتو له امله له سخت خنډ سره مخ او د صادارتو لپاره د کافي پیسو پیدا کولو توان نه لري نو یو ځل بیا یې په اقتصادي وضعیت سخته اندېښنه ښودل شوې.
د یاد هېواد ډان ورځ پاڼې یوه راپور کې ویلي، پاکستان د پيسو د پړسوب او اسعارو د ټیټ نرخ ترڅنګ له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او د کورنیو تولیداتو پر ځای چې د ستونزو اصلي حل لار کیدای شي په بهرنیو پورونو تکیه زیاته شوې.
د راپور یوه برخه:« پاکستان د پيسو د پړسوب، ستر مالي کسر، د صنعتي او زراعتي تولیداتو له ټیټې کچې او د اسعارو د ضعیف نرخ په ګډون له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي. د پاکستان انحصار او د خپلو څو بهرنیو ملګرو او نړیوالو پور ورکوونکو په نغدي پیسو تکیه مخ په زیاتیدو ده.»
راپور کې ویل شوي، لا هم د بهرنیو پورونو ترلاسه کولو لپاره هڅې کیږي خو اصل کې دا پورونه اقتصادي ستونزې نه شي حل کولای بلکې ستونزې لا زیاتوي او له خلکو سره د مرستې او کار پیدا کولو لپاره اقتصادي ظرفیت له منځه وړي.
د راپور یوه برخه:« بهرنۍ ډالري کڅوړې او قرضونه په هېڅ ډول نه شي کولی د بنسټیزو اقتصادي اصلاحاتو ځای ونیسي او د اوس لپاره د څو اړخیز اقتصادي بحران لپاره چټکه حل لاره هم شتون نه لري. د پورونو زیاتوالی نه یوازې دا چې حکومت له خپلو پورونو ورکولو غورځوي بلکې د انفلاسیون ځپلو خلکو سره د مرستې او د کار پیدا کولو لپاره د اقتصاد ودې ظرفیت هم له منځه وړي.»
دغه راپور داسې مهال خپور شوی چې څو ورځې وړاندې نړیوال بانک هم د پاکستان اقتصادي وضعیت بحراني بللی و او ویلي دي چې ۴۰ سلنه نفوس یې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او ډېری کسان د سیاسونو د شخصي ګټو ښکار شوي دي.
نړیوال باند دې راپور کې ویلي چې د پاکستان دولت باید د روښانه راتلونکي لپاره خپله تګلاره او پریکړې بدلې کړي.
د نړیوال بانک راپور یوه برخه:« پاکستان له یوه ستر کړکیچ او بحران سره مخ دی. حکومت باید د هغو ۴۰ سلنه نفوس سره چې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او د پوځي او سیاسي مشرانو او سوداګرو د شخصي ګټو ښکار شوي مرسته وکړي او یا د یوې روښانه راتلونکې لپاره خپلې پریکړې بدلې کړي.»
که څه هم د پاکستان د حکومت په اوسنیو پالیسیو سختې نیوکې کیږي، خو لا هم د پورونو په لټه کې دي او داسې راپورونه خپاره شوي چې پاکستان د امریکا په امر د پیسو له نړیوال صندق څخه د پور تر لاسه کولو په موخه په اوکراین د ۹۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت وسلې پلورلې خو د یاد هېواد دبهرنیو چارو وزارت د وسلو پلور په تړاو راپورونه رد کړي دي.