پر پاکستان نيوکې دي، چې په افغانستان کې د موسمي محصولاتو له رسېدو سره په يوه او بله پلمه پر ډيورنډ فرضي کرښه د تګ راتګ لارې بندوي او اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان تازه مېوې او محصولات دې هېواد ته صادر شي.
د سويلي وزيرستان او خيبرپښتونخوا يو شمېر سوداګر هم شکايت کوي چې پاکستان له افغانستان سره په سوداګرۍ کې اسانتياوې نه دي رامنځته کړي.
دوی وايي، حکومت دې ټولې تړلې لارې خلاصې او د دواړو هېوادونو ترمنځ دې سوداګري پياوړې کړي.
سوداګر ھېواد افغان شېراني وايي:« د انګور اډه هم بنده ده، زموږ غوښتنه دا ده، چې د سوداګرو پر مخ دروازې خلاصې شي. »
له دې سره د سويلي وزيرستان ځايي اوسېدونکي وايي، د لارو بندېدو له امله يې کاروبار خراب شوی او له پاکستان غواړي، چې له افغانستان سره د سوداګرۍ اسانولو لپاره هلې ځلې وکړي.
د اقتصادي چارو کارپوهان هم پاکستان پړ بولي چې تل يې د افغانستان موسمي صادراتو د زياتېدو پرمهال لارې بندې کړي او په دې توګه يې د افغان سوداګرو ترڅنګ، د خيبرپښتونخوا سوداګر هم زيانمن کړي.
دوی غوښتنه کوي، چې پاکستان دې له افغانستان سره په سوداګرۍ کې ريښتينی چلن اختيار کړي.
د اقتصادي چارو کارپوه محمد شاکر يعقوبي وايي:« دوی ( پاکستان) تل هڅه کړې چې افغانان او په ټوله کې افغاني تجاران په بېلابېلو تورونو متاثره کړي. پاکستان د دغو کړنو په لړۍ کې له بېلابېلو وسایلو استفاده کړې، که هغه د تورخم دروازې یا نورو لارو بندیل دي، که هغه د کراچۍ په بندر کې ستونزې دي.»
د لارو تړلو له امله د خيبرپښتونخوا د سوداګرو دا شکايتونه داسې مهال دي، چې له څو ورځو راهيسې په تورخم کې د افغانستان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له لنډې نښتې وروسته، پاکستاني ځواکونو ياده لار د هر ډول تګ راتګ او سوداګرۍ پر مخ تړلي.