Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د خوړو نړیوال پروګرام له افغانستانه د وتلو پلان نه لري

د خوړو نړيوال پروګرام د بوديجي کمښت له امله افغانانو ته د مرستو رسول محدودوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/07/05

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د لوږې او بې وزلۍ ګراف د لوړېدو په حال کې دی، تازه د خوړو نړيوال پروګرام (ډبلیو.ایف.پي) په افغانستان کې د خپلو مرستونو د کمولو خبرداری ورکړی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي  چې د بوديجې کمښت له امله افغانانو ته د مرستو رسولو لړۍ محدودوي او په لړ کې به يې په مياشتنۍ توګه يوازې پنځه ميليونه افغانان تر پوښښ لاندې نيسي.

د یاد پروګرام له لوري په خپور شوي راپور کې ویل شوي چې په روان۲۰۲۳ زېږديز کال کې یې د څه باندې ۱۵ میلیونه اړمنو افغانانو لاسنیوی کړی، خو د بودیجې د کمښت له امله يې ډېره برخه له مرستو محروم دي.

د راپور یوه برخه:«د خوړو نړیوال پروګرام روان ۲۰۲۳ کال له پيله تراوسه له ۱۵.۴میلیونه اړمنو افغانانو سره بشري مرستې کړي، باید وویل شي چې د بودیجې د کمښت له امله مو ۸میلیونه اړمنو سره مرسته ونه شوی کړی.»

ياد پروګرام په خپل راپور کې اټکل کړی چې بشري وضعيت ته په پام سره د روان کال تر اکټوبر پورې ښايي ۱۵.۳ ميليونه افغانان د خوړو له سخت کمښت سره مخ شي.

راپور کې ویل شوي  را روان ژمي کې د اړمنو افغانانو د لاسنیوي لپاره څه باندې یو مېلیارد ډالرو بسپنې ته اړتیا لري.

د راپور یوه برخه:« د خوړو نړیوال پروګرام د بودیجې د کمښت له امله په هره میاشت کې له اړمنو سره د مرستو شمېر پنځه میلیونو ته راکموي. خوړو نړېوال پروګرام بشردوستانه مرستو ماموریت لپاره  د راروان ژمي لپاره څه باندې یو میلیارد ډالرو بسپنې ته اړتیا لري.»

د اقتصادي چارو کارپوهان بیات وایې، په افغانستان کې که څه هم یاد سازمانونو تر یوې کچې مرستې رسولي خو دافغانانو بد اقتصادي وضعیت او د بې کارۍ د پراخې څپې شتون د دې لامل کېږي چې یادې مرستې بسنه ونه کړي.

دوی وايي، غوښتنه یې دا ده، چې له اقتصادي ستونزو په بشپړه توګه د افغانانو د خلاصون لپاره دې په دایمې او اساسي حلارو کار وشي.

د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان یو له هغو هېوادونو یاد کړی، چې لوږه په کې ډېره او د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دی.

یاد پروګرام په خپل راپور کې په افغانستان کې د یادې ستونزې اصلي لامل سیاسي بدلونونه، جګړې، له کار د ښځو منعه کول او د نجونو پر زده کړو لګیدلي محدودیتونه یادوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist