د لوی اختر په را رسېدو سره د کورنیو چارو وزارت وايي، په ټول هېواد کې یې کلک امنیتي تدابیر نیولي دي.
یاد وزارت وايي، د هېواد په لویو ښارونو کې یې ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه او ملي پولیس د امنیت ټینګښت لپاره په ښارونو او نورو سیمو کې ځای پر ځای کړي دي.
د وزارت په خبره، امنیتي ځواکونو د جوماتونو، عیدګاوو او ټولو هغو ځایونو د ساتنې لپاره د امنیت بشپړ چمتوالی نیولی دی چې د خلکو ګڼه ګوڼه په کې زیاته وي.
دغه راز وزارت زیاته کړې، د اختر په ورځو کې به د دغه وزارت خداماتي ادارې لکه اطفایې، ۳۰۰ بستریز روغتون او د پولیسو ۱۱۹ شمېره د احتمالي پېښو مخنیوي لپاره فعال وي.