د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ له شمشاد سره په خبرو کې هغه اوازې رد کړې چې ګواکې تیر ماښام د کابل په وزير اکبرخان سيمه کې دوه تنه چینايي مېرمنې تښتول شوي دي.
ځدران په دې تړاو خپاره شوي خبرونه بې اساسه وبلل او زیاته یې کړه چې داسې هیڅ پيښه نه ده شوې.
نوموړي دغه راز وویل، د ۱۶ مې حوزې امنیتي ځواکونو دوه تنه د موټرو د غلا په تور نیولي دي.
د ځدراڼ په خبره، یادو کسانو د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې له خلکو د موټرو غلاوې کولې، چې د پولیسو له لوري لاس په لاس له یوه عراده موټر سره یوځای نیول شوي او دوسیې به یې تر بشپړېدو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.