د مالیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د هېواد د صادراتو د ودې او همدارنګه د پانګه والو او سوداګرو د لا هڅونې په موخه د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه د حکم او د اقتصادي کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ، له هېواد څخه د صادرېدونکو ډبرو سکرو، په في ټن ګمرکي محصول کې ۱۵ ډالر او د في ټن د ریالیټي په قېمت کې ۵ ډالره، چې په ټوله کې ۲۰ ډالره کېږي، کموالی راغلی دی.
خبرپاڼه کې ویل شوي، دا پرېکړه د غبرګولي په ۳۱مه شوې او له هغې راهیسې د هېواد په ټولو ګمرکونو کې د پلې کېدو وړ ده.
د افغانستان د ډبرو سکاره تر ډېره پاکستان ته چې د انرژۍ د تامین په برخه کې له پراخې ستونزې سره مخ دی، صادرېږي.
مالیې وزارت د تېر کال په کب میاشت کې ویلي ول چې د دې کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې یې پاکستان ته د ډبرو سکرو د صادراتو له درکه ۱۲ میلیارده او ۱۴۳ میلیونه افغانۍ ګمرکي محصول ترلاسه کړی دی.