د پکتیکا ولایت ګیان ولسوالۍ، هغه سیمه چې کال وړاندې په کې له سختې زلزلې وروسته د خلکو ژوند لا هم عادي حالت ته نه دی راګرځېدلی.
ځايي اوسېدونکي شکايت کوي چې د مرستندويه بنسټونو او موسيسو له پراخو مرستو سره سره هم ځيني کورنۍ بې سرپناه پاتې دي او کورونه نه دي ورته جوړ شوي.
د ګیان ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« دا د ګیان ولسوالۍ مرکز دی. دا سیمه تر اوسه پورې ویجاړه ده. خلکو ته تر اوسه پورې کورونه نه دي جوړ شوي او په خېمو کې ژوند تېروي. د ګرمۍ موسم دی، خلک پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي. ستونزې ډېرې دي.»
دوی ادعا کوي چې خلکو ته د کورونو په جوړولو کې عادلان چلن نه دی شوی او په خبره يې ځيني داسې موارد هم شته چې د کورنو جوړولو په برخه کې د فساد ښکارندويي کوي.
د ګیان ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« موسسو راسره ژمنې کړي، خو کار دې هم راته وکړي. د زلزلې یو کال تېر شو، خو له موږ سره یې چې د کورونو جوړولو ژمنې کړي تر اوسه پورې نه دي عملي شوې.»
په ورته وخت کې ځایي چارواکي هم مني، چې په یاده سیمه کې د کورونو جوړولو او مرستو د وېش په برخه کې د فساد اندېښنې شته، خو په خبره یې د یادې ستونزې د اساسي حل په موخه یې ځانګړې کمېټه ټاکلې تر څو په دې برخه کې وروستي مالومات راټول او شته اندېښنې په ګوته کړي
د پکتیکا مرستیال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت وايي:« شفافیت کې ښايي ستونزه وي. په دې کې به هم ستونزه وي، چې حق دې سل په سلو کې حقدار ته ورسېږي، خو اسلامي امارت د دغو زلزله ځپلو لپاره د ګیان او برمل ولسوالیو خلکو لپاره جدا کمېټه ټاکلې ده. د کمېټې کار دا ده چې حق به حقدار ته رسوي. »
د تېر کال غبرګولي پر ۳۱مه نېټه د يوې زورورې زلزلې له امله د پکتیکا او خوست ولایتونو په ځينو ولسوالیو او شاا وخوا سیمو کې نږدې دوه نیم زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه او ترڅنګ یې سلګونه کورونه هم نړیدلې ول.