Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ناشف: افغانستان یوازینی هېواد دی چې ښځې  کار او نجونې په کې زده کړو ته اجازه نه لري

ناشف: افغانستان یوازینی هېواد دی چې ښځې  کار او نجونې په کې زده کړو ته اجازه نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/06/22

د ملګرو ملتونو بشري حقونو سترې کمیشنرۍ مرستیالې ندا ال ناشف افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد بللي  دی چې نجونې په کې شپږم له  ټولګی پورته زده کړو ته لاسرسی نه لري.

ناشف زیاته کړې:« افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې په کې له لومړنیو زده کړو بې برخې دي. ښوونه او روزنه، په ټولګیو کې زده کړه او ښوونځي په ټولنو کې، نه یوازې د نجونو لپاره، بلکې د ټولې ټولنې لپاره مهم ده.»

ندا ال ناشف هم مهاله له دې سره پر نړیوالو سازمانونو او ځینو سکتورونو کې د ښځو پر کار بندیز خواشینونکی بولي او وايي، دوام به یې اړمنو افغانانو سره  د مرستو رسولو بهیر ټکنی کړي.

ناشف زیاتوي:« افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې د ملګرو ملتونو په ګډون په نړیوالو سازمانونو او همدارنګه له کوره بهر په ډېرو سکتورونو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګوي. دا د ملګرو ملتونو او نورو سازمانونو پر ماموریت باندې د پام وړ اغیزه کوي ترڅو هغو خلکو ته خدمات وړاندې کړي چې له اوږدې بې وزلۍ سره مخ دي.»

د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي، د نړۍ او اسلامي امارت ترمنځ واټن به ستونزې نورې هم زیاتې کړي او په خبره یې د اختلاف ټکو او ځینو موضوعاتو حل لپاره باید د سیاسي جوړجاړي ترڅنګ سرپرست حکومت په ځینو پرېکړو کې په بدلون غور وکړي.

اخوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا په نیویارک کې د افغانستان په تړاو ناسته لري چې  د امنیت، بشري مرستو او  روان وضعیت په اړه به  په کې ګډونوال بحث او خبرې وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist