پخواني ولسمشر حامد کرزي د سه شنبې پر ورځ د «۱۴۰۲ کال د غبرګولي پر ۳۰ مه» د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي سره کتلي دي.
د کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نوموړي په دې کتنه کې له قمي سره د افغانستان او سیمې پر روان وضعیت، د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا او ګډو همکاریو خبرې کړې دي.
دواړو لورو د امنيتي شرايطو برابرېدو ته په اشارې ویلي، په افغانستان کې د کورنيو او بهرنيو پانګه والو له خوا د سوداګريزو او اقتصادي فعاليتونو لپاره زمينه برابره شوې او د هغې د زیاتوالي غوښتنه یې کړې ده.
په دې کتنه کې هېله څرګنده شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريزې او اقتصادي همکارۍ لا پراخه شي، چې ورسره بې کاري ختمه او خلکو ته اسانتیاوې برابرې شي.