Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مدینه محبوبي: د افغانستان وضعیت یوازینۍ حل لار له سرپرست حکومت سره تعامل دی

مدینه محبوبي: د افغانستان وضعیت یوازینۍ حل لار له سرپرست حکومت سره تعامل دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/06/21

د افغانستان بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي یو ځل بیا د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا ته په وړاندې کړي راپور کې، د ښځو پر وړاندې د اسلامي امارت پر کړنو سختې نیوکې کړي او پر وړاندې یې د نوې تګلارې د جوړېدو غوښتنه کړې.

د بشر حقونو شورا له ناستې وروسته د ریچارډ بېنېټ یوې همکارې او د بشر حقونو فعالې مدینې محبوبي ویلي، دوی له سرپرست حکومت سره د دوامداره اړیکو په لټه کې دي.

د محبوبي په خبره، د افغانستان د اوسنیو ستونزو يوازينۍ حل لار جګړه نه بلکې خبرې او مذاکرات دي چې د افغانستان سرپرست حکومت یې لېوالتیا لري.

هغې زیاته کړې:«  یو ځل بیا غواړم  د دوامداره اړیکو پر سر ټنګار وکړم چې ډېرې زیاتې مهمې دی. تجربو ښودلې ده چې طالبان مذاکراتو ته تیار دي، که څه هم اوږد مهاله هڅو ته اړتیا ده خو بیا هم موږ کولی شو له دې ګټه واخلو. افغانان بیا جګړه نه غواړي. دا یوه روښانه موضوع ده چې موږ نور افغانستان کې جګړه نه غواړو بلکې سوله غواړو. افغانان نور هېڅ د لاسه ورکولو لپاره نه لري. تاسو پوهیږئ! دوی هر څه له لاسه ورکړي دي. نو موږ د تیر وضعیت بیا تکرار نه غواړو. موږ سوله غواړو او په سوله ییز ډول له طالبانو سره اړیکه کې اوسیدل غواړو او د افغانستان د اوسني وضعیت لپاره همدا یوازېنۍ د حل لاره ده.»

له سرپرست حکومت سره د تعامل ترڅنګ دې فعالې هغه راپورونه رد کړي، چې ګواکي ښځې په بشپړه توګه له کاره منع شوې دي.

محبوبي لاریونونه د حل لار نه ګڼي او له سرپرست حکومت سره يې د ستونزو اساسي حل په موخه پر دوامداره مذاکراتو ټينګار کړی دی.

محبوبي زیاته کړې:«  په غرب یا له افغانستانه بیرون داسې اوازې دي چې ښځې یا نور خلک په افغانستان کې نور کار نه کوي خو د ا حقیقت نه لري. ډېرې داسې ښځې شته  دي چې کار کوي. له دواړو انجوګانو سره او د وضعیت د پرمختک او ښه والي لپاره. دا کار دا مانا نه لري چې موږ باید پر سړکونو لاریونونه وکړو ځکه دا سم کار نه دی. دا په دې مانا ده چې موږ له طالبانو سره دومداره مذاکراتو ته هڅه کوو او موږ د سوله ییزې حل لارې په لټه کې یو.»

په ورته کې  ملګرو ملتونو کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعیض کاري ډلې مشرې  ډوروتي اسټراډا ټنک ویلي، هېڅ تمه نه لري چې ګواکې سرپرست حکومت به د دوی راپور جدي وګڼي، خو په خبره يې بیا هم دا هېله‌مندي شته چې د ښځو پر وړاندې خپلو کړنو کې بدلون راولي.

هغې زیاته کړې:« ایا طالبان به دا راپور جدي وګڼي، ښايي نه. دا یو حقیقت دی خو بیا هم تل داسې یو څه شته دي چې نه یوازې هېله ده بلکې امکان یې شته دی. د بشري حقونو په اړه کړنې د وړاندوینې وړ نه دي.»

که څه هم په دې خبري کنفرانس کې ډېری ټینګار له سرپرست حکومت سره پر تعامل شوی دی خو د بشري حقونو عالي شورا ته په وړاندي شوي راپور کې اسلامي امارت پر جنسیتي تبعیض تورن شوی، هغه چې سرپرست حکومت يې له حقيقت لرې بولي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« د ملګروملتو او ځینو نورو غربي بنسټونو او حکومتونو له آدرسه د اسلامي امارت په ضد پراخ پروپاګند روان دی. د افغانستان د وضعیت په اړه د ریچارډ بېنېټ راپور د همداسې پروپاګند برخه ده چې له حقايقو سره سر نه خوري. په افغانستان کې اسلامي قوانین پلي دي، په هغو اعتراض له اسلام سره ستونزه ده.»

له جګړې سره مخالفت او له سرپرست حکومت سره پر تعامل کولو ټينګار داسې مهال کېږي چې په کور دننه د نظر خاوندان ياد هدف ته د رسېدو په موخه له سرپرست حکومت د اصلاحاتو او د معيارونو د پوره کولو غوښتنه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ
افغانستان

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي
افغانستان

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي
افغانستان

وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

مارچ 15, 2026
ملي دفاع وزارت وایي، افغان هوايي ځواک اسلام‌اباد کې پوځي مرکز په نښه کړی
افغانستان

ملي دفاع وزارت وایي، افغان هوايي ځواک اسلام‌اباد کې پوځي مرکز په نښه کړی

مارچ 15, 2026
په افغانستان کې د یوناما ماموريت د درېيو نورو مياشتو لپاره غځول کېږي
افغانستان

په افغانستان کې د یوناما ماموريت د درېيو نورو مياشتو لپاره غځول کېږي

مارچ 15, 2026
پر فرضي کرښه د جګړو له امله بې ځایه شوې کورنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ دي
افغانستان

پر فرضي کرښه د جګړو له امله بې ځایه شوې کورنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ دي

مارچ 12, 2026

وروستي خبرونه

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

مارچ 15, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist