د قطر بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغه هېواد لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني په دوحه کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره په کتنه کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان په تړاو هم خبرې کړي دي.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغه کتنه کې د افغانستان پر امنیتي وضعیت او د ثبات لپاره پر هڅو خبرې شوي.
دغه راز په خبرپاڼه کې وړاندې رغلي چې دواړو خواوو د اقتصاد، پانګونې او سوداګرۍ په برخو کې د همکاریو پر زیاتېدو هم ټیګار کړی دی.
اخوا بیا د ایران بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، حسین امیر عبداللهیان د سیمهییزو مسایلو او ستونزو په حل کې د قطر له هلو ځلو او نوښتونو د مننې ترڅنګ په دې برخه کې د ایران پر ملاتړ ټینګار کړی دی.