د اسلامي امارت د مشرتابه شیخ هبت الله اخوندزاده تازه حکم کې د حکومت ټولو مسوولینو او امنیتي ځواکونو ته لارښوونه شوې، هېڅوک اجازه نه لري، چې د محکمې له حکم پرته څوک په لښتو، دورو او کېبل ووهي او يا کوم بل ډول سزا ورکړي.
په یاد حکم کې همدارنګه ویل شوي، سرتېري چې کله څوک اسیران کړي، هغه که سیاسي بنديان وي او یا هم جنابي د محکمې له پرېکړي پرته د سزا ورکولو حق نه لري.
دغه راز په حکم کې ویل شوي، هېڅوک اجازه نه لري چې د سزا د تطبيق جریان عکاسي کړي يا ورڅخه ويډيو وکړي.
په حکم کې له پورتنیو سپارښتنو سرغړوونکي مجرمین ګڼل شوي او اړوندو مسوولینو ته يې د نیولو او قانون ته د سپارلو دنده ورکړل شوې ده.