په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي،چې د روان زېږدیز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې یې د افغانستان په نهو ولایتونو کې له ۶۷۵ روغتیايي مرکزونو سره مرسته کړې.
یونېسف زیاته کړې، چې له دغو روغتیايي مرکزونو له خدمتونو څه باندې پنځه میلیونه کسان برخمن شوي دي.
یونېسف له دې وړاندې ویل ول چې د دوبي د تودوخې په رارسېدو سره به د شدیدې نس ناستې پېښې زیاتې شي او که درملنه یې ونهشي نو د ناروغ ژوند به له ګواښ سره مخ کړي.
د یونېسف په خبره، د دې ناروغۍ مخنیوي او د ۱۳۷ زره کسانو د درملنې لپاره په روغتیايي مرکزونو کې د درملنې کېټونه یا بستې ترتیبوي.