د اسلامي مارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د اسلامي امارت مشرتابه د حکوم پر اساس د چارو د لا ښه سمون او پرمختګ په موخه د پوهنې وزارت د شهادتنامو مخکنی مشر صبغت الله وصیل، د همدې وزارت د اداري او مالي مرستيال په توګه ټاکل شوی دی.

مجاهد وايي، د پکتیکا مخکېنی والي عبدالله مختار، د کورنیو چارو وزارت د تامیناتو معینیت د مرستيال په توګه او د کورنیو چارو وزارت د تامیناتو معینیت مخکېنی مرستيال فیض الله جمال د پکتیکا د والي په توګه ټاکل شوي دي.

دغه راز د خوست مخکېنی امنیه قومندان محبوب شاه ساجد، د خوست مرستيال والي، د پکتیکا د لواء مخکېنی قوماندان حافظ عبدالرشید، د خوست د امنیې قوماندان، د تخار د لوا مخکېنی قوماندان خال محمد حقاني، د تخار د والي مرستیال او د سمنګانو مخکېنی امنیه قوماندان قاري حمد الله بدر د پنجشېر د امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوي.

مجاهد دغه راز ویلي، د تخار مخکېنی امنیه قوماندان حبیب الله شاکر د سمنګانو د امنیه قوماندان په توګه، د ملي دفاع وزارت د ساختماني او ملکیتونو چارو مخکینی مشر نور الدین، د جوزجان د والي د مرستیال په توګه، د جوزجان د والي مخکېنی مرستیال مولوي ګل محمد، د ملي دفاع وزارت د ساختماني او ملکیتونو چارو ریاست د مشر په توګه او د خوست د والي مخکېنی مرستیال مولوي محمد انور، د همدې ولایت د پوهنې مشر په توګه ټاکل شوي دي.
/*! elementor - v3.11.5 - 14-03-2023 */ .elementor-heading-title{padding:0;margin:0;line-height:1}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title[class*=elementor-size-]>a{color:inherit;font-size:inherit;line-height:inherit}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-small{font-size:15px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-medium{font-size:19px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-large{font-size:29px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-xl{font-size:39px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-xxl{font-size:59px}
شریک یې کړئ