Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستان تحریک انصاف ګونډ: حکومتي چارواکي پر ښځو جنسي تېری د وسلې په توګه کاروي

د بشر حقونو څار نړیوال سازمان: پاکستاني پوليسو د محاکمې لپاره پوځ ته د عمران خان لسګونه پلويان سپارلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/06/01

په پاکستان کې د سياسي ناورين له اوج سره د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان راپور ورکړی، چې پوليسو د مخکېني لومړي وزیر عمران خان ۳۳ تنه پلويان د پاکستان پوځ ته په دې موخه سپارلي، څو د ملکي محکمې پر ځای په پوځي محکمه کې محاکمه شي.


د پاکستان پوځ د پرېکړې له مخې، له هغو ملکيانو سره به په پوځي محکمو کې حساب کېږي، چې د عمران خان له نيول کېدو سره يې پر حساسو پوځي مرکزونو حجوم ور وړی وه.

د بشرحقونو د څار نړيوال سازمان په خپل راپور کې ويلي، په پوځي محکمو کې د ملکيانو محاکمه کول دغه هېواد د بشري حقونو د خونديتوب په اړه خپلو کړو ژمنو کې پاتې راولي.


په راپور کې د نوموړي سازمان د اسيا برخې مسوولې پيټريشيا ګاسمن د پاکستان له حکومت غوښتي، چې د بې طرفه ملکي محکمې له لوري د يادې قضيې په مخته وړلو سره دې د بشري حقونو نقض ته د پای ټکی کېږدي.

ګاسمن زیات کړې:« د پاکستان حکومت دا حق لري، څو هغه کسان محاکمه کړي، چې تاوتريخوالی يې کړی دی. خو دا کار يوازې د بې طرفه او ملکي محکمې له لارې کېدای شي. د پاکستان نظامي محکمې، چې مخفي پروسېجر لري نه شي کولی ملکيان توقيف کړي، ان که ملکيان د نظاميانو خلاف پر جرم تورن هم وي.»


د پاکستان مخکېني لومړي وزير عمران خان بیا ويلي، د تحريک انصاف ګوند پر پلويانو د بنديز له وضعه کېدو سره په نړيواله کچه پاکستان د قانون د حاکميت په شاخص کې، له ۱۲۹ ځای څخه ۱۴۰ ځای ته ښکته شوی دی.


د عمران خان په خبره، د قانون د نه حاکميت له کبله پاکستان دا مهال د سوډان او ميانمار په کټګورۍ کې ځای خپل کړی دی.

خان زیاته کړې:« نن موږ د سوډان او ميانمار ګټګورۍ ته لوېدلي يو. د قانون له حاکميت پرته به نه ډيموکراسي ولرو او نه هم راتلونکی.»


بل خوا د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د عمران خان  د مذاکراتو وړانديز رد کړی او نوموړي ته يې په اشارې سره ويلي، د انارشۍ له پلويانو سره بايد د مذاکراتو پر ځای د هغه څه په اړه حساب وشي، چې په پایله کې يې عامه شتمني تخريب شوې.

شريف زیاته کړې:« هغه انارشيستان او اور اچوونکي چې د سیاستوالو جامې اغوندي او د دولت په سمبولونو برید کوي، د خبرو وړ نه دي. له دوی سره باید د خپلو وسله‌والو کړنو حساب وشي.»


د چارو شنونکي بيا په پاکستان کې دا هر څه د پوځ دسيسه بولي او زياتوي، چې پوځ دا مهال پاکستان ګواښ سره مخ کړی دی.

له سياسي ناورين سره هم ‌مهاله پاکستان له اقتصادي او ټولنيز ناورين کړېږي او دې ته په پام د تحريک انصاف ګوند غړو ادعا کړې ده، چې دا هر څه د پاکستان د پوځ سازش دی.


شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي
نړۍ

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ
نړۍ

اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ

جنوري 28, 2026
د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی
نړۍ

د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی

جنوري 22, 2026
ټرمپ: ولسمشرۍ ته له رسېدو وروسته غواړم د بګرام پوځي اډه بیا ترلاسه کړم
نړۍ

ټرمپ: د ایران لپاره د نوي مشرتابه د لټون وخت دی

جنوري 19, 2026
ټرمپ: موږ افغان جګړه ګټلی شوه، خو د سیاسي دلایلو له امله مو بایلوده
نړۍ

ډونالډ ټرمپ: د لاريون کوونکو اعدامول به تهران ته بدې پایلې ولري

جنوري 15, 2026
عراقچي: د افغانستان او پاکستان د اختلافونو حلولو لپاره سیمه ییزه ناسته جوړوو
نړۍ

د ایران بهرنیو چارو وزیر امریکا ته: ایران هم جګړې او هم خبرو ته چمتو دی

جنوري 14, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist