د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې تهران په افغانستان کې له ټولګډونه حکومت، سولې او ټیکاو ملاتړ کوي.
کنعاني زیاته کړې،چې د افغانستان په وړاندې د ایران بهرنی سیاست اصولي، روښانه او بې تناقضه دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، د ټولو قومونو د استازو په شتون سره د ټولګډونه حکومت جوړېدل غواړي او په بېلابېلو پلمو په افغانستان کې د بهرنیو لوبغاړو د لوبېدو او د بهرنیانو د لاسوهنې مخالف او د نشه یي توکو د تولید پر وړاندې د مبارزې غوښتونکی دی.
کنعاني زیاته کړې، چي تهران به د افغانستان د ستونزې د حل لپاره د سیمې د هېوادونو او د نړۍ د پام اړولو لپاره د یوه واحد لیدلوري د رامنځته کولو په موخه له سرپرست حکومت سره دوه اړخیزې او د سیمې له هېوادونو سره څو اړخیزې غونډې په جدي توګه تعقیب کړي.
په همدې حال کې اسلامي امارت بیا ویلي، تهران باید له کابل سره خپلې اقتصادي او ډيپلوماټيکې اړیکې په عمل کې ثابتې کړي.