د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د سه شنبې پر ورځ د (۱۴۰۲ کال د وري پر ۲۹ مه) په کابل کې د پاکستان له شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني سره کتلي دي.
د یاد وزارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي،چې سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي له نظاماني سره په دې کتنه کې د نوموړي له بیا راتګ هرکلی کړی او ویلي یې دي،چې یاده لیدنه به د دواړو هېوادو په ډیپلوماتیکو اړیکو مثبت اغیز ولري.
خبرپاڼه کې ویل شوي،چې په دې کتنه کې امیرخان متقي د پاکستان له زندانونو د یو شمیر افغان بندیانو خوشي کیدل ښه اقدام یاد کړی او ویلي یې دي،چې د کوچني اختر له رارسیدو مخکې نور افغان بندیان هم باید راخوشې شي.
د پاکستان شارژدافیر بیا ویلي، د پاکستان سفارت غواړي د افغانستان له بهرنیو چارو وزارت سره د ویزو ورکړې په برخه د اسانتیاوو رامنځته کولو په یوه میکانیزم کار وکړي.