د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د دوشنبې پر ورځ د (۱۴۰۲ کال د وري پر ۲۸ مه) کابل کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره کتلي دي.
اوکادا ویلي،افغانستان کې د امنیت ټینګښت، د اداري فساد مخنیوی او له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخو کې ښه پرمختګونه شوي دي.
اوکادا ډاډ ورکړی،چې د جي ۷ هېوادونو په غونډه کې به له افغانستان سره د همکاریو او مثبت تعامل لپاره غږ پورته کړي.
په ناسته کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي بیا ویلي، په افغانستان کې له ۴۰ کلنې جګړې وروسته امنیت تامین شوی، له افغانستان څخه هېڅ هېواد ته ګواښ نشته او نه هم چاته اجازه ورکوي،چې خاوره یې د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
د حنفي په وینا د اسلامي امارت په حاکمیت سره د نشه یي توکو د کښت او قاچاق مخه نیول شوې او د کانونو کېندنې په برخه کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده، چې د جاپان په ګډون ټول هېوادونه کولی شي،په دې برخه کې پانګونه وکړي.
عبدالسلام حنفي دغه راز له نړیوالې ټولنې او جاپان غوښتي دي، چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.