Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
وېسټ: افغانان خپل هېواد کې د جګړې مخالف دي

وېسټ: افغانان خپل هېواد کې د جګړې مخالف دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/04/17

د افغانستان لپاره امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ چې تیره اوونۍ متحده عرب اماراتو، قطر او ترکیې هېوادونو ته په اووه ورځيني سفر وتلی دی، وړمه ورځ یې په دوحه کې د افغانستان راتلونکي فکر فورم کې ګډون کړی وه. 

وېسټ ویلي، افغانان په خپل هېواد کې نوره جګړه نه غواړي او  له سوله ییزې لارې د شته ستونزو  د حل ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړې:« افغانان په خپل هېواد کې د جګړې مخالف دي او د خپل هېواد ننګونو ته د خبرو له لارې د حل ملاتړ کوي.»

خو د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي،که امریکا په حقیقت کې دا غواړي،چې افغانستان کې سوله ټینګه شي، نو باید ټول هغه افغان جنګي جنایتکاران،چې همدا اوس په بهرنیو هېوادونو کې اشرافي ژوند لري، نړیوالې جنګي محکمې ته وسپاري.

 د سیاسي چارو  کارپوه  توریالی ځاځی وايي:«  توماس وېسټه! که ته واقعآ د عدالت، د بشر حقونو او د سولې مدافع یې لومړی مهرباني وکړه، د افغانستان هغه جنګي او بشري جنایتکاران،چې اوس په بهرنیو هېوادونو کې شاهانه ژوند لري،هغه لومړی نړیوالې جنګي محکمې ته وسپاره، بیا په افغانستان کې د سولې او ډیموکراسۍ خبرې وکړه. افغان ولس نور په داسې خبرو، غونډو او کنفرانسونو باور نه لري،ځکه دا سیاسي تجارت دی،چې زموږ د ولس پر سر ترسره کیږي.»

په ورته مهال توماس وېسټ په کابل کې له  پخواني ولسمشر حامد کرزي سره تیلیفوني خبرې کړې دي او د بشري مرستو پر چټکتیا ، د مرستندویه موسسو د فعالیت پر وړاندې د خنډونو پر لرې کېدو او همدراز په دغو موسسو کې د ښځو کاربندیز پر له منځه تګ یې ټینګار کړی دی.

په دغه تیلیفوني مکالمه کې په دې اړه هم خبرې شوي دي،چې د نجونو پر وړاندې دې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې خلاصې شي او په افغانستان کې دې د تل پاتې سولې ټینګښت لپاره په ملي کچه خبرې پیل شي .

 د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود وايي:«  یو څه چې اوس هم نړۍ درک کړې او هم افغانان په دې پوهیږي،چې هېڅکله هم نوره په افغانستان کې جګړه نه غواړي او ټول مسایل د سوله ییز حل له لارې غواړي.»

د اسلامي امارت مخالفې ډلې، چې اوس په بهرنیو هېوادونو کې سیاسي جوړښتونه لري هم پر سوله ییز حل ټینګار کوي او زیاتوي،چې  داسې حکومت باید رامنځ ته شي،چې اساس یې ټاکنې وي، خو اسلامي امارت  بیا وايي،په حکومت کې یې د هرقوم او ولایت استازي شته ، ټاکنو ته اړتیا نه لیدل کیږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist