د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د شبنې پر ورځ د « ۱۴۰۲ کال د وري پر ۲۶ مه» د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او سوداګرۍ وزیر سریک ژومانګارین او مل پلاوي سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې دواړو لورو په سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو برخو هر اړخیز بحث کړی دی.
ملا برادر له قزاقستان غوښتنه کړې ده، چې په خپل هېواد کې د افغانستان ډیپلوماتان ومني.
په همدې حال کې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي هم د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او سوداګرۍ وزیر سریک ژومانګارین او مل پلاوي سره په کتنه کې پر سوداګرۍ او پانګونې خبرې کړې دي.
د یاد وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي،چې په دې کتنه کې دواړو لورو د اقتصادي او ترانزیټي اړیکو د پیاوړتیا، د دواړو هېوادونو تر منځ درې مېلیارده ډالرو ته د سوداګرۍ کچې لوړولو، د ترانسپورټي زېربناوو او ریل پټلۍ د جوړولو په ګډون د افغانستان په کاني زېرمو کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.
د خبرپاڼه کې ویل شوي،چې سرپرست وزیر نور الدین عزیزي د ترانزیټي اسانتیاوو رامنځته کولو، د ګډې خونې او مستقیم هوايي دهلیز پر جوړولو ټینګار کړی او افغان سوداګرو ته یې د ویزو ورکړې په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه کړې ده.