د پاکستان د ملي امنيت شورا د دې هېواد د لومړي وزیر شهباز شريف پر مشرۍ پرون ناسته ترسره کړې ده.
په ناسته کې د کورنيو او بهرنيو چارو وزیرانو په ګډون د پوځ مشر او د کابینې غړو هم ګډون کړی وو.
د پاکستان ملي امنیت شورا له دې ناستې وروسته په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي،چې د دې شورا په ۴۱ تمه ناسته پريکړه شوې، چې په دې هېواد کې به د ترهګرۍ او وسله والو ډلو پر وړاندې هر اړخيزوعمليات پیلوي.
د خبرپاڼې یوه برخه :« په ناسته کې هوکړه وشوه، چې په ګډه همغږۍ د ټول هېواد پر کچه پراخ هر اړخیز عملیات پیل کړو،ترڅو ټوله خاوره د ترهګرو له شتون او خطره پاکه کړو.»
خبرپاڼه کې ویل شوي،چې له پاکستانه د ترهګرۍ د ټولو بڼو د له منځه وړلو په موخه په دې عملياتو کې به په سياسي، سفارتي، اقتصادي او ټولنيزه کچه اقدامات شامل وي.
دغه راز خبرپاڼه کې ویل شوي،چې په دې ناسته کې د عملياتو لپاره یوه لوړپوړې کمېټې ته دنده ورکړل شوې، چې د دوو اونیو په اوږدو کې د عملیاتو د تطبیق کړنلاره جوړه او عملي کړي.
همدارز په خپره شوې خبرپاڼه کې نيوکه شوې،چې په افغانستان فعالو ترهګريزو ډلو د دې هېواد امنيت ننګولی دی.
د خبرپاڼې یوه برخه:«افغانستان کې د فعالو وسله والو سازمانونو له خوا د مرستې په پایله کې، په پاکستان کې بې ثباتي زياته شوې ده او دا ثبات د بې شمیره قربانيو په پایله کې رامنځته شوی دی.»
د سیاسي چارو شنونکي د پاکستاني چارواکو وروستۍ څرګندونې او ادعاوې ردوي او زیاتوي،چې پاکستان له لسيزو راهيسې د ترهګريزو ډلو د روزنې او تمويل ستر مرکز پاتې شوی دی.
دوی د پاکستان امنيت شورا پريکړه په کوزه پښتونخوا کې د پښتنو د مدني حرکتونو پر وړاندې پلان جوړونه بولي.
تر اوسه پورې اسلامي امارت د پاکستانې چارواکو وروستيو څرګندونو ته غبرګون نه ښودلي،خو وړاندې يې ډاډ ښودلی دی،چې په هېواد کې هېڅ داسې ترهګريزي ډلې شتون نه لري،چې د سيمي او ګاونډيو هېوادونو امنيت وننګوي او دغه راز يې خبرداری ورکړی وو،چې هېڅ هېواد ته به اجازه ورنه کړی،چې پر افغانستان تیری وکړي.