• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د رسمیت پیژندنې ټول شرایط پوره کړي

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د رسمیت پیژندنې ټول شرایط پوره کړي

shamshadnews by shamshadnews
2023/04/02

د اسلامي امارت د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په خپلو وروستیو خبرو کې ویلي، د نړیوال رسمیت پيژندنې ټول شرایط یې پوره کړي او په خبره یې نړۍ باید د افغانستان اوسنی حکومت پر رسمیت وپيژني.

مولوي عبدالکبیر دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړې استازې سره لېدنه کې کړي دي.

خو د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وایي، د افغانستان اوسنی نظام واک لري،پر ټوله جغرافیه حاکم دی،خو د اساسي قانون نشتوالی او د سرپرست حکومت موجودیت د دې لامل دی،چې پر رسمیت ونه پیژندل شي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« کله چې حکومتونه د ملي اجماع پر اساس رامنځ ته شي، په ټوله جغرافیه واکمن وي، اساسي قانون ولري او کورنی مشروعیت ولري، خو سرپرست حکومت چې اساسي قانون هم نه لري تر اوسه په هېڅ ځای کې په رسمیت نه دی پیژندل شوی.»

خوځینې بیا په دې اند دي،چې افغانستان نور چاته ګواښ نه دی،افغانان په یوه واحده جغرافیه حکومت لري او نړۍ ته په کار ده،چې د نړیوالو قوانینو پر اساس د افغانستان اوسنی سرپرست حکومت پر رسمیت ومني.

د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار وايي:« د افغانستان جغرافیه د هیچا لپاره ګواښ نه دی،یو حاکمیت موجود دی. دلته یوه جغرافیه ده،چې افغانان پرې حکومت کوي،د نړیوالو قوانینو پر اساس دغه نظام باید پر رسمیت وپیژندل شي.»

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځي بیا وايي، د نړیوالې رسمیت پیژندنې لپاره لاهم شرایط برابر نه دي،  ځکه د نجونو د زده د بیا پیل او ښځو ته د کار کولو اجازه د افغان ولس او نړیوالو هغه مشروع غوښتنې دي،چې لاهم نه دي منل شوي.

 ځاځی زیاتوي:« شرایط تر اوسه پورې برابر نه دي، د نجونو د زده کړود بیا خلاصون او ښځو د کار مسله لاهم پر ځای پاتې ده، تر هغې چې ستونزه نه وي حل شوي،د رسمیت پیژندنې غوښتنه دې نه کوي.»

له دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي هم ویلي ول،چې ټول هغه معیارونه چې د رسمیت پیژندنې لپاره یو هېواد ته مهم دي، پوره کړې یې دي او له نړۍ سره په متقابل درناوي ولاړې اړیکې غواړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

شنونکي: د ایران او اسراییلو جګړه د سیمه ‌ييز امنیت، ثبات او اقتصاد پر زيان ده
افغانستان

شنونکي: د ایران او اسراییلو جګړه د سیمه ‌ييز امنیت، ثبات او اقتصاد پر زيان ده

جون 15, 2025
یو.اېن.ډي.پي: ۹۰ سنله افغان کورنیو ناوړه اقتصادي وضعيت تجربه کړی
افغانستان

یو.اېن.ډي.پي: ۹۰ سنله افغان کورنیو ناوړه اقتصادي وضعيت تجربه کړی

جون 15, 2025
پر ايران د اسرایيلو بريد هلته مېشت افغانان اندېښمن کړي
افغانستان

پر ايران د اسرایيلو بريد هلته مېشت افغانان اندېښمن کړي

جون 15, 2025
هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې
افغانستان

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

جون 14, 2025
کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي
افغانستان

کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

جون 14, 2025
سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی
افغانستان

سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

جون 14, 2025

وروستي خبرونه

بندچک لوبډلې میدان وردګو کې د کرېکټ شپنیو سیالیو اتلولي خپله کړه

بندچک لوبډلې میدان وردګو کې د کرېکټ شپنیو سیالیو اتلولي خپله کړه

جون 15, 2025
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د وینې ورکول ستایلي

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د وینې ورکول ستایلي

جون 15, 2025
شنونکي: د ایران او اسراییلو جګړه د سیمه ‌ييز امنیت، ثبات او اقتصاد پر زيان ده

شنونکي: د ایران او اسراییلو جګړه د سیمه ‌ييز امنیت، ثبات او اقتصاد پر زيان ده

جون 15, 2025
د ایران او اسراییلو جګړه د پراخېدو په حال کې ده

د ایران او اسراییلو جګړه د پراخېدو په حال کې ده

جون 15, 2025
یو.اېن.ډي.پي: ۹۰ سنله افغان کورنیو ناوړه اقتصادي وضعيت تجربه کړی

یو.اېن.ډي.پي: ۹۰ سنله افغان کورنیو ناوړه اقتصادي وضعيت تجربه کړی

جون 15, 2025
پر ايران د اسرایيلو بريد هلته مېشت افغانان اندېښمن کړي

پر ايران د اسرایيلو بريد هلته مېشت افغانان اندېښمن کړي

جون 15, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist