د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې ۳۱ نیټه ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان ووتل.
دا چې ډېری امریکایانو ته دا پریکړه د منلو وړ نه وه،نو جمهوري غوښتونکو بار بار د ولسمشر جو بایډن له ادارې په دې تړاو د وضاحت غوښتنه کړې او لا هم د اسنادو په لټه کې دي.
په وروستي ځل د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې او د کانګریس اوسني مشر له بهرنیو چارو وزارت څخه، له افغاانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو په تړاو د ټولو اسنادو غوښتنه وکړه او انتوني بلینکن ته یې دوه ورځې وخت ورکړ،چې په دې تړاو جرګې ته اسناد وړاندې کړي.
جرګې د اسنادو نه سپارلو په صورت کې د احضارولو ګواښ کړی و،چې تازه یې د احضارولو پرېکړه لاسلیک شوه.
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال وايي:« دا کمیټه د متحده ایالاتو د اساسي قانون له مخې واک لري،چې د بهرنیو چارو وزارت نظارت وکړي. موږ په ګډه د یوې ټولیزې زمینې موندلو لپاره هڅې کړي، ترڅو وکولی شو د معلوماتو دا مهمه برخه وګورو. خو له بده مرغه، انتوني بلېنکن دې برخه کې د ځواب ورکولو څخه ډډه وکړه،چې زه یې اړ کړم،د دې کمیټې د مشر په توګه خپله لومړۍ فرعي احضاریه صادره کړم.»
مایکل مک کال ویلي، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په تړاو د ځوابونو ورکول د ټولو امریکایانو حق دی او قانون ته په درناوي باید دې احضاریې ته غاړه کېښودل شي.
هغه زیاته کړې:«د امریکا خلک د ځوابونو مستحق دي،چې دا تراژیدي څنګه رامنځته شوه او ولې ۱۳ امریکایي سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړ. موږ د بهرنیو چارو وزارت څخه تمه لرو،چې قانون تعقیب او په ښه نیت سره دې فرعي احضار ته غاړه کیږدي.»
د امریکا بهرنیو چارو وزارت له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په تړاو کلیدي او اړین اسناد لري،چې د دې وزارت د کارمندانو له خوا بلینکن ته له وتلو وړاندې استول شوي دي،نو ځکه یې جدي غوښتنه کیږي.
له سخت ټېنګار سره سره انټوني بلینکن تر دې دمه دې برخه کې همکاري نه کوي او نه یې احضار ته کوم غبرګون ښودلی.