• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
قطر ۳۰ زره افغان زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابروي

قطر ۳۰ زره افغان زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابروي

admin by admin
2023/03/25

د قطر پراختیايې مالي صندوق د افغانستان پوهنې وزارت سره داسې هوکړه کړې چې پر بنسټ به یې هغو نجونو او هلکانو ته د لیک او لوست زمینه برابریږي چې له ښوونځیو پاتې دي.

یاد صندوق ویلي، د نوې هوکړې پر بنسټ به ۳۰ زره هلکانو او نجونو ته د زده کړو فرصت برابر کړي او دا شمېر له۵۰  سلنه هغو نجونو سره هم مرسته کوي، چې له ښوونځیو پاتې دي.

یاد صندوق زیاته کړې:« زده کړو او پرمختګ لپاره د قطر مالی صندوق د افغانستان پوهنې وزارت سره همکاري کوي، ترڅو د ۳۰ زره هغو نجونو او هلکانو ملاتړ وکړي،چې له ښونځیو بې برخې دي. دا پلان به ۵۰ سلنه هغو نجونو ته د زده کړو  زمینه برابره کړي،چې له ښونځیو پاتې دي.»

بلخوا، د امریکا ولسمشر جو بایډن هم تازه ویلي،چې د افغان ښځو ملاتړ کوي.

د افغان ښځو او بشر حقونو برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم له سرپرست حکومت غوښتي،چې د زده کړو برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.      

هغې زیاته کړې:«  نن یو کال کیږي،چې افغان نجونې  په ژړا له ثانوي ښونځیو وشړل شوې او ارمانونه يې مات شول. د طالبانو له ګڼو ژمنو سربیره، د دغو ښونځیو دروازې لا هم تړلې  پاتې دي.»    

د ښځو حقونو فعالانې بیا د قطر له خوا دا اقدام ستایي او زیاتوي،چې له زده کړو محرومو ځوانانو سره به لویه مرسته وکولی شي. 

د سیاسي چارو شنونکي بیا په دې باور دي،چې  ځوانانو ته د زده کړو برخه کې خدمات وړاندې کول د حکومتونو مسوولیت او مکلفیت دی او افغان حکومت دې نور د افغان نجونو زده کړې نه ځنډوي.

د قطر د زده کړو په برخه کې  مرسته کونکی صندوق به  د هېواد په هغو لرو پرتو  سیمو کې له نجونو او هلکانو سره مرسته کوي،چې ښوونځیو ته لاسرسی نه لري.

د دې صندوق مالومات ښیي،چې دمګړې په افغانستان کې ۳ اعشاریه ۷ میلیونه ماشومان،چې ۶۰ سلنه یې نجونې دي له زده کړو محروم دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist