د امریکا ولسمشر جوبایډون ویلي،په ټوله نړۍ کې به د ښځو له حقونو دفاع کوي او د دې لپاره یې درې مېلیارډه ډالره بودیجه هم په پام کې نیولې.
په ورته وخت کې د امریکا د ولسمشر مرستیالې کاملې هاریس د افغان نجونو ښوونځیو او پوهنتونونو بندېدو دوام د خواشینۍ وړ بللی دی.
هاریس ویلي، چې امریکا په ټوله نړۍ کې د ښځو له حقوقو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
په همدې حال کې د افغان ښځو او بشر حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي، اسلامي امارت له ژمنو سره سره لا هم د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړلې دي.
رینا امیري پرون له یوې ویډیو سره چې له زده کړو د یوې بې برخې شوې نجلۍ څرګندونې په کې دي، لیکلي،:« اسلامي امارت له ګڼو ژمنو سربېره، د دغو ښوونځيو دروازې لا هم تړلې دي.»
اخوا د افغانستان لپاره د امریکا مخکېني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد بیا ویلي، اسلامي امارت باید له افغان ښځو او نجونو سره د دوی چلن او د خپل هېواد په تړاو د دوی د تګلارې پر اغیزو غور وکړي.
خلیل زاد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي،چې ښځو او نجونو ته د زده کړو او تحصیل اجازه نه ورکول نه یوازې یو ظالمانه عمل دی،بلکې د دوی هغه حقونه چې د اسلام اصولو سره سم دي،هم تر پښو لاندې کوي.
خلیل زاد له اسلامي امارت غوښتي،چې ژر تر ژره باید د ښځو او نجونو لپاره د روزنیزو ادارو د بیا پرانېستلو یوه دقیقه نېټه وټاکي.