د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال وایي، د یونېسف اجرائیه مشر د نجونو پر زدهکړو بندیز د افغانستان پر زیان بولي.
ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټونیو بلېنکن هم ویلي، اسلامي امارت د بشري حقونو له نقض او له زده کړو د نجونو له محرومولو لاس نه اخلي او له سرپرست حکومت سره د امریکا د اړیکو عادي کېدل شوني نه دي.
دغه راز د نوي ښوونیز کال په پیلېدو سره، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) یو ځل بیا له اسلامي امارت غوښتي،چې د نجونو پر وړاندې پر تبعیضي تګلارو بیا کتنه وکړي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د نجونو او ښځو پر زده کړو او تحصیل بندیز له زده کړو د څه باندې یو میلیون نجونو د محرومېدو لامل شوی او هغوی یې له روحي او رواني ستونزو سره مخ کړي دي.