د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد د چهارشنبې پر ورځ ( ۱۴۰۲ کال د کب پر ۲ مه) د ازبکستان په بهرنیو چارو کې د ولسمشر له ځانګړي استازي عبدالعزیز کاملوف، د افغانستان د چارو استازي عصمت الله رحیموف او ورسره مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې کتلي دي.
د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي،په دې کتنه کې دواړو لوریو پر سرحدونو، امنیت او نورو دوه اړخیزو مسایلو خبرې کړې دي.
دغه راز په خبرپاڼه کې ویل شوي،چې د ازبکستان ځانګړي استازي د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، امنیتي، اقتصادي او سیاسي مسایلو ټېنګار کړی دی.