شااوخوا یو نیم کال کیږي، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پر څوکۍ لاهم د هغه حکومت استازی ناست دی چې واک ته د اسلاميامارت رسیدو سره وپاشل او له منځه تللی دی .
د اسلامي امارت ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، د نړیوالو اصولو او معیارونو په اساس باید په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د افغانانو ریښتیني استازي ته وسپارل شي، چې له نړۍ سره د افغانستان غوښتنې او دریځ له هماغه سټيجه مطرح کړي.
کریمي وايي، تراوسه پورې دغه څوکۍ اسلامي امارت ته نه ده سپارل شوې، چې دا کار له افغانانو سره د نړیوالو بې انصافي ده.
هغه زیاته کړې:« واقعیت دادی، چې په ملګرو ملتونو د افغانستان څوکۍ د افغانستان واقعي استازي ته باید وسپارل شي، دا چې تراوسه پورې دا کار نه دی شوی، دا بې انصافي ده او له ټولو معیارونو او اصولو سره په تضاد کې ده او افغانستان اوس په ملګرو ملتونو کې استازی نه لري زموږ هېله مندي داده، چې دافغانستان دغه حق د افغانستان خلکو واقعي استازي ته وسپارل شي.»
د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د ملګرو ملتونو د جوړښت له مخې هر هېواد حق لري، چې په دغه نړیوال سازمان کې مستقل استازی ولري.
دوی وايي، اوس په دغه نړیوال سازمان کې د افغانستان غږ خاموشه دی او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د هغه چا په لاس کې ده، چې نه یوازې د افغانانو استازیتوب نه شي کولی، بلکې د یوې ځانګړې ډلې لپاره کار کوي.
د سیاسي چارو کاپوه قریب الرحمان شهاب وايي:« د ملګرو ملتونو د رامنځ ته کیدو د فلسفې له مخې، هرهېواد حق لري چې هلته نماینده ګي او مستقل استازی ولري، دا په ځينو موارد کې افغانستان ته زیان رسوي او تاوان یې دادی، چې هلته افغانان مستقیم غږ نه لري، ډېر کله اتهامونه واردیږي او پوښتنې کیږي، هغې ځواب نه يي او اوسنۍ استازولي یې نماینده ګي نه شي کولی، د یوه بانډ او ډلې استازی دی، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ورسره ده.»
ځو ځينې نور بیا وايي، غوښتنه یې دا ده، چې نړیوال باید د ملګرو ملتونو د منشور او شته قوانینو په اساس د افغانستان څوکۍ اوسني نظام ته وسپاري او دا د افغانانو حق دی، چې په نړیواله کچه یې په مستقیمه توګه غږ پورته شي.
د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار وايي:« د نړیوالو قوانینو، مقرراتو او د ملګرو ملتونو د منشور تر سیوري لاندې دغه څوکۍ باید دافغانستان اسلامي امارت ته وسپارل شي.»
هغه وايي، غوښتنه یې داده، چې باید د خپلو نړیوالو حقوقو ترلاسه کولو لپاره له نړیوالې ټولنې او اسلامي نړۍ سره مشترکه ژبه پیدا شي.
هغه زیاته کړه:« موږ تېر یوه کال کې په نړیوال سټیج کې کې ناکامه وو، په نړیوال سټیج کې د افغانستان غږ نه وو. بنآ باید له نړیوالو سره مشترکه ژبه پیدا کړو او له اسلامي نړۍ سره مشترکه ژبه پیدا کړو.»
دمګړۍ په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پر څوکۍ نصیراحمد فایق ناست دی او ځان د افغانستان رسمي استازی ګڼي.
کارپوهان په دې باور دي، که چیرې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ اوسني نظام ته وسپارل شي، نه یوازې دا چې له دې سره به د افغانستان حکومت دریځ نړۍ سره په مستقیم ډول مطرح شي، بلکې له رسمیت پیژندنې سره به هم مرسته وکړي.