د ماشومانو ساتنې اداره(سېف دې چلډرین) وایي، اتلس میاشتې کېږې،چې د نجونو پر مخ ښوونځي تړل شوي او راتلونکې اوونۍ نوی ښوونیز کال پیل کېږي، چې باید نجونو ته ښوونځیو ته د تللو اجازه ورکړل شي.

یادې ادارې خبرداری ورکړی دی،که اسلامي امارت دغه بندیز لرې نه کړي، نو د ماشومانو ودونه به زیات، کورنۍ به لا بې وزله او راتلونکی نیمایي نسل به له کاري ځواکه بهر پاتې شي.

سېف دې چلډرین ویلي، د اسلامي امارت په واکمنېدو سره له درې میلیونه زیاتې هغه نجونې چې پخوا یې، په متوسطه ښوونځیو او لېسو کې زدهکړې کولې، د زده کړو له حقه محرومې شوې دي.

سیف دې چلډرین له اسلامي امارت غوښتنه کړې،چې د نوي ښوونیز کال په پیل سره نجونو ته ښوونځیو ته د تللو اجازه ورکړي.