د اسلامي همکاریو سازمان ویلي، د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا ۴۹مه ناسته به نن او سبا تر سره شي.
یاد سازمان پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې دغه ناسته د امنیت او ثبات کلیدي توازن په نوم جوړېږي.
په دې ناسته کې به د سیاسي، اقتصادي، فرهنګي، رسنیو، علمي او بشري مسایلو او د فلسطین د وضعیت ترڅنګ د افغانستان په اړه هم خبرې وشي.
په دغه ناسته کې د اسلامي امارت د استازو د ګډون په تړاو تر اوسه پورې څه نه دي ویل شوي.