د بريټانیا د پارلمان غړو له نړیوالې ټولنې غوښتي،چې له اسلامي امارت سره د نجونو د ښوونځيو د پرانېستلو په تړاو خبرې وکړي او افغان نجونو ته باید د زده کړو حق ورکړل شي.
د یاد هېواد د پارلمان غړو په افغانستان کې د نجونو ښوونځیو پر تړلي پاتې کېدو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي،چې په دغه هېواد کې شااوخوا ۸۵۰ زره نجونې له ښوونځیو محرومې شوې دي.
په ورخت وخت کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتېریش هم په نړۍ کې د ښځو او نجونو لپاره د برابرو حقونو د ورکړې غوښتنه کړې ده.
په همدې حال کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت بیا په یوه خبرپاڼه کې د افغانستان د پوهنې له بهیره پر ملاتړ ټينګار کړی دی.