د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د یاد وزارت په جومات کې د وروستۍ پېښې د قربانیانو فاتحې په مراسمو کې ځینې هېوادونه او ډلې ننګولې چې د افغانستان د بې ثباته کولو هڅې کوي.

متقي ویلي، افغانستان له یوې اوږدې جګړې راوتلی او سرتاسري امنیت تامین دی خو په خبره یې د افغانستان دښمنه کړۍ نه غواړي په افغانستان کې دایمي امن او ثبات تامین شي.

دغه راز متقي په خپلو خبرو کې ډاډ ورکړی، چې هېچاته به اجازه ورنکړي تر څو په افغانستان کې خپلو شومو موخو او اهدافو ته ورسیږي.