Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې د پاکستان پر سفارت وسله وال برید په نړیواله کچه غندل شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/31

په کابل کې  د  پاکستان پر سفارت د جمعې ورځې « ۱۴۰۱ کال د لېندۍ پر ۱۱ مه» وسله‌وال برید ته پراخ غبرګونونه ښودل شوي.

دغه وسله ‌وال برید سفارت ته څېرمه له یوې ودانۍ شوی او په سفارت کې دننه د سفیر یو ساتونکی په ‌کې ټپي شوی دی.

دپاکستان لومړي وزیر شهباز شریف دغه برید غندلی او د جدي څېړنو غوښتنه یې کړې ده.

شریف زیاته کړې:« په کابل کې د پاکستان ډیپلوماتیک مامورت پر مشر برید پر کلکو ټکو غندم او هغه امنیتي ساتونکی ستایم،چې د عبید نظاماني ژوند یې ژغورلی دی. زه د دې وحشتناک برید د څیړلو او د بریدګر پر وړاندې د څیړنو غوښتنه کوم.»

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه  خبرپاڼه کې دغه برید غندلی او پر ټولو خواوو یې غږ کړی،چې د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو د ډیپلوماتانو امنیت خوندي کړي.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې د پيښې د بېړنیو څېړنو او د ایران سفارت بیا له غندنې سربیره د ورته پيښو د مخنیوي هېله ښودلې او پرسرپرست حکومت یې غږ کړی،چې د سفارتونو امنیت ډ‌اډمن کړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د خبرپاڼې یوه برخه:« د ملګرو ملتونو امنیت شورا ټول غړي کابل کې د پاکستان پر سفیر برید پر کلکو ټکو غندي او ټپي شوي ته د بېړنۍ روغتیا غوښتنه کوي. د شورا غړي پر ټولو ښکیلو خواوو غږ کوي،چې د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو سفارتونو، کونسلګریو او ډیپلوماتانو امنیت خوندي کړي.»

دافغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره کرن ډیکر وايي:«په کابل کې پر خپل ډیپلوماتیک همکار باندې د برید له امله خواشینې یمه. خوشحاله یم،چې عبید نظاماني روغ دی او د هغه امنیتي ساتونکي ته چې ټپي شوی دی، د روغ صحت غوښتنه کوم. زه د دې پېښې د بېړنیو او رڼو څېړنو غوښتنه کوم.»

په کابل کې د ایران سفارت:«  په کابل کې د پاکستان پر سفارت وسله وال برید پر کلکه غندو. تمه مو دا ده،چې د افغانستان سرپرست حکومت د ورته تروریستي پېښو د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي او د ډیپلوماتیکو ځایونو امنیت د امکان تر حده ډاډمن کړي.»

له پيښې وروسته افغان او پاکستاني چارواکو تلفوني خبرو کې دا برید غندلی او کابل اسلام‌اباد ته د برید د عاملینو د پيدا کولو او راتلونکې کې د ورته پېښو د مخنیوي ډاډ ورکړی دی.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دغه برید غندلی او د دوو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ سوله‌ییزې او متمدنې اړیکې یې د دواړو هېوادونو او سیمې د سولې او ثبات په ګټه بللې دي.

اخوا د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا وايي، دغه ډول بریدونه د افغانستان نړیوال باور زیانمنوي او د هغو استخباراتي کړیو کار یې بولي،چې باثباته افغانستان نه ‌غواړي.

له برید و روسته ځینې خبرونه خپارل شو،چې ګواکې د پاکستان سفارت خپل سفیر او یو شمیر ډیپلوماتان له افغانستانه اېستلي،خو د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر له خپل افغان سیال مولوي امیرخان‌ متقي سره په ټیلیفوني خبرو کې ډاډ ښودلی دی، چې دغه ډول پيښې د اسلام‌اباد او کابل اړیکې نه ‌شي زیانمنولی .

د کابل امینه قوماندانۍ وايي، په کارته پروان سيمه کې پر پاکستان سفارت ډزې له يوې ودانۍ شوي او امنیتي ځواکونو په تصفيوي عملياتو کې يو تن شکمن کس او دوه میله سپکې وسلې نیولي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

Discussion about this post

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist