• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلیلزاد د سولې خبرو لپاره نن اسلام اباد ته ځي

خلیل زاد: د امریکا او طالبانو هوکړې یوه ګټه د افغان جهتونه خبرو ته کېناستل دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/02

د افغان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد له څو ورځو را پردې د افغانستان په اړه پر سفر وتلی،چې ظاهرا یې د روان وضعیت د کابو کېدو او د سولې خبرو برخه کې د پرمختګ لپاره هڅې پیل کړې،چې دوحه کې د قطري چارواکو تر څنګ  یې له  دواړو ټیمونو سره جلا جلا کتلي.

  خلیل زاد ویلي،د امریکا او طالبانو د هوکړې یوه ګټه یې همدا ده،چې له ۴۰ کلونو وروسته  د لومړي ځل لپاره افغان جهتونه خبرو ته سره کیني.

خلیل زاد زیاته وي:« حقیقت دا دی،چې افغانستان کې له تېرو ۴۳ کلونو جګړه روانه ده،نو دا په دې مانا نه ده،چې زموږ له وتلو وروسته وضیعت داسې خرابېږي. طالبانو افغانستان کې زموږ د شتون سربېره هم په وروستیو څو کالونو کې لاسته راوړنې لرلې. که موږ له طالبانو سره هوکړه نه وای کړې،نو دوی به اوس خپلو کې خبرو ته نه و ناست او دا په تېرو ۴۳ کالونو کې لومړی ځل دی،چې د جګړې افغان جهتونه پر یو میز سره  خبرو ته کیني.»

زلمی خلیلزاد دا مهال ازبکستان ته رسېدلی، هلته یې له رسنیو سره په مرکه کې ویلي، په تېرو کلونو کې پر طالبانو د دوی نظامي فشار ګټه نه درلوده،نو له امله یې خبرې غوره لاره وبللې.

بل پلو  د سیاسي چارو شنونکی ویس ناصري بیا وايي، د خلیل زاد سفرونه د جګړې پای، اوربند او سیاسي هوکړې لپاره نه بلکې، له افغانستانه د امریکا په خوندي ډول وتلو لپاره دي.

ناصري زیاته کړه:« د خلیل زاد  سفرونه د جګړې پای، د وژنو پای، د اوربند اعلان او سیاسي هوکړې په موخه د افغانانو لپاره نه ول او هېڅ ګام هم په دې برخه کې نه شي اخېستلی. متاسفانه،د خلیل زاد ماموریت دا وه، چې امریکا له افغانستانه په خوندي ډول ووځي.»

د خلیلزاد دغه سفر داسې مهال دی، چې یوازې پنځه سلنه بهرني ځواکونه چې شمېر یې له زرو کم ښودل کېږي، افغانستان کې پاتې دي.

د دې تر څنګ طالبانو په دوو میاشتو کې یو شمېر ولسوالۍ نیولي او جګړه یې شدیده کړې، چې دې مسلې پر بین الافغاني خبرو منفي سیوری غوړولی دی.

زلمی خلیلزاد له روان حالته د وتلو یوازنۍ لار د افغان جهتونو تر منځ تفاهم لاره ګڼي، چې ظاهر خپل وروستی سفر هم د همدې موضوع لپاره مثبت یادوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

شنونکي: د ایران او اسراییلو جګړه د سیمه ‌ييز امنیت، ثبات او اقتصاد پر زيان ده
افغانستان

شنونکي: د ایران او اسراییلو جګړه د سیمه ‌ييز امنیت، ثبات او اقتصاد پر زيان ده

جون 15, 2025
یو.اېن.ډي.پي: ۹۰ سنله افغان کورنیو ناوړه اقتصادي وضعيت تجربه کړی
افغانستان

یو.اېن.ډي.پي: ۹۰ سنله افغان کورنیو ناوړه اقتصادي وضعيت تجربه کړی

جون 15, 2025
پر ايران د اسرایيلو بريد هلته مېشت افغانان اندېښمن کړي
افغانستان

پر ايران د اسرایيلو بريد هلته مېشت افغانان اندېښمن کړي

جون 15, 2025
هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې
افغانستان

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

جون 14, 2025
کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي
افغانستان

کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

جون 14, 2025
سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی
افغانستان

سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

جون 14, 2025

Discussion about this post

وروستي خبرونه

شنونکي: د ایران او اسراییلو جګړه د سیمه ‌ييز امنیت، ثبات او اقتصاد پر زيان ده

شنونکي: د ایران او اسراییلو جګړه د سیمه ‌ييز امنیت، ثبات او اقتصاد پر زيان ده

جون 15, 2025
د ایران او اسراییلو جګړه د پراخېدو په حال کې ده

د ایران او اسراییلو جګړه د پراخېدو په حال کې ده

جون 15, 2025
یو.اېن.ډي.پي: ۹۰ سنله افغان کورنیو ناوړه اقتصادي وضعيت تجربه کړی

یو.اېن.ډي.پي: ۹۰ سنله افغان کورنیو ناوړه اقتصادي وضعيت تجربه کړی

جون 15, 2025
پر ايران د اسرایيلو بريد هلته مېشت افغانان اندېښمن کړي

پر ايران د اسرایيلو بريد هلته مېشت افغانان اندېښمن کړي

جون 15, 2025
هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

جون 14, 2025
شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده

شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده

جون 14, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist