افغانستان کې اسلامي امارت له واکمنۍ یوه کال زیات وخت تېریږي،خو له ژمنو سربېره لا هم د نړیوالو اندېښنې په ځای پاتې دي.
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۷۷مه ناسته کې یو ځل بیا د افغانستان په اقتصادي او بشري وضعیت اندېښنه ښودل شوې.
د یاد سازمان سرمنشي انتونیو ګوترش ویلي،افغانستان کې اقتصادي وضعیت د خرابېدو لور ته روان دی، میلیونونه افغانان له بې وزلۍ کړیږي او د خلکو حقونه ترې اخیستل شوي.
ګوترش زیاته کړې:«افغانستان کې اقتصادي وضعیت د خرابېدو لور ته روان دی. له نیمايي زیات افغانان له سختې لوږې سره مخ دي. ورته مهال بشري حقونه په ځانګړي ډول د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوې دي.»
د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني هم د خپلو خبرو پر مهال د افغانستان یادونه کړې او د دوحې د هوکړې د عملي کېدو غوښتنه یې کړې ده.
الثاني زیاتوي:« موږ افغانستان کې پر ټولو لورو غږ کوو،چې د دوحې د سولې خبرو لاسته راوړنې په نظر کې ونیسي او پرې غور وکړي. له هغې تړون مخکې دا ډاډ باید ترلاسه شي،چې افغاستان د ترهګرو ډلو لپاره په یو امن پټن ځای نه بدلیږي. وروسته له هغې افغانان کولی شي له اوږد مهاله ثبات او پرمختګ خوند واخلي.»
بل خوا د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم ویلي، افغانان له کلونو راهیسې د بې وزلۍ او ترهګرۍ له امله ستونزو سره مخ دي.
اردوغان هېله ښودلې ده،چې حاکم نظام د ټولو ستونزو د حل لپاره هڅې کوي او ژمنه یې کړې،چې د دې کار لپاره انقره هم د افغانانو ملاتړ کوي.
اردوغان زیاته کړې:« افغاانستان نږدې له تېرو ۵۰ کلونو راهیسې له ناندریو، کشمکشونو، ترهګرۍ او فقر سره مبارزه کوي او اوس هم دغه هېواد له یوه سخت وخت او وضعیت تېریږي. اوسنۍ دولت به د بشري ژوند د تضمین لپاره حتمي ضروري ګامونه اخلي او موږ باور لرو،چې په دې برخه کې پرمختګ کیږي او موږ به د دغې پروسې د بشپړتیا لپاره د خپلو افغانانو وروڼو او خوندو ملاتړ ته دوام ورکړو.»
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په روانه ناسته کې داسې مهال د افغانستان پر وضعیت اندېښنې ښودل کیږي او د ملاتړ خبرې کیږي،چې په استازيتوب یې سږ کال هېڅوک د ګډون لپاره نه دي بلل شوي.
که څه هم اسلامي امارت تر اوس د ګوترش او نورو مشرانو اندېښنو ته کوم غبرګون ندی ښودلی خو له وړاندې یې د نړیوالو اندېښنې بې بنسټه بللې وې او د دوی د ملاتړ هرکلی یې کړی و.