د اسلامي امارت چارواکو،افغانانو او نړیوالو له ټینګار وروسته امریکا پریکړه کړې ده،چې د افغانستان بانک له کنګل شوې پانګې درې نیم میلیارده ډالر آزادوي،خو د افغانستان پر ځای یې سویس ته استوي.
د امریکا انټرسیپټ خبري رسنۍ د خپلو سرچینو له قوله ویلي،امریکا غواړي د دغو پیسو لویه برخه سویس کې د بي.آی.اس په نوم بانک ته واستوي،چې هلته به د یوې امانت داری کمیټې تر څار لاندې کارول کیږي.
د انټرسیپټ د راپور یوه برخه:« امریکا چمتو ده،تر څو د افغانستان بانک کنګل شویو پیسو لویه برخه آزاده کړي او سویس کې یې بي.آی.اس بانک ته وسپاري. د دغو پیسو لپاره به د امانت دارۍ یو کمیټه جوړیږي،چې ډاډ ورکړي،ترڅ، دا پیسې د پولي پالیسیو او بشري مرستو برخه کې لګول کیږي.»
نا تایید شوي راپورونه وایي،د دغو پیسو د څار کمیټه کې انور الحق احدي او شاه محرابي هم شامل دي.
بل پلو د اقتصادي چارو یو شمېر پوهان د امریکا د دې پریکړې هرکلی کوي،ځکه پر وینا یې دا پیسې د لږولو لپاره نه بلکې د افغانیو د ثبات او د افغانستان بانکي او مالي اعتبار لپاره ځانکړې شوي دي.
د اقتصادي چارو کارپوه لعل ځاځی وايي:«که چېرته د افغانستان بانک د پولي سیاست اهدافو ترلاسه کولو لپاره دغه فنډ ته درې نیم میلیارده ډالر انتقال کېږي، نو دا دافغانستان لپاره یو ښه خبر دی،چې د افغانیو ارزښت ترڅنګ به موږ وکولی شو،چې په ډېرې اسانۍ سره پیسې انتقال کړو، بانکي باور لا لوړ شي.»
ځینې نور بیا د امریکا پر دې پریکړې نیوکه کوي او وایي،د هېواد اقتصاد لپاره به لوی زیانونه ولري.
که څه هم اسلامي امارت په تېر کې ژمنه کړې وه،که دا پیسې آزادې شي د افغانیو د ثبات ساتلو په موخه به یې وکاروي،خو په دغه راپور کې یو ځل بیا ویل شوي،چې آزادیدونکي پیسې د اسلامي امارت له لاسرسي پرته سویس ته ځي.
د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د همدې پیسو د آزادولو په اړه د خبرو لړۍ وروسته له هغې د امریکا لخوا ودرول شوه،چې کابل کې یې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د وژلو ادعا وکړه.