څه باندې يوکال کېږي،چې د هېواد بانکې سيستم له ستونزو او محديتونو سره مخ دی،چې دغو محدودیتونو د خلکو اقتصاد، بانکي نظام او سوداګري اغیزمنه کړې.
د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، انديښنه داده،که پر مالي سيستم شته محديتونه لرې نه شي،نو اقتصادي او بانکي برخه کې د تیرو شلو کلونو لاسته راوړنې له منځه تلوونکې دي.
د اقتصادي چارو کارپوه نور الله عزیز وايي:«که چېرې د افغانستان اوسني شرایط، پر بانکونو باندې دوام پيدا کړي، که هغه نړیوال بندیزونه دي، یا هم په داخل کې د بانکونو ستونزې دي، دا به بې له شکه،چې د افغانستان په ۲۰ کلنو لاسته راوړنو باندې ډېرې بدې اغیزې وکړي او د افغانستان مالي نظام به له منځه یوسي. »