باغ لرونکي همدراز وایي،دولت دې نړيوالو بازارونو ته د تازه مېوو د رسېدو په برخه کې هڅې وکړي او د دوی حاصلاتو ته دې بازار پیدا کړي.
دوی وايي،د سړو خونو او بازار د نشت له امله اړ دي،چې خپل حاصلات په کمه بېه او زيان وپلوري.
یو بل بڼ لرونکي اختر محمد بیا وايي:«دولت باید له موږ سره مرستې وکړي. دا ټول انګور خو دلته نه خوړل کېږي، باید نورو هېوادونو ته یې د لېږد زمینه برابره کړي.»
په ورته وخت کې د کندهار کرنې ریاست مشر مولوي محمود مظلوم واي، په دغه ولایت کې به سږکال د وچکالۍ له امله د انګورو پر ۲۰ زره او ۵۰۰ هکټاره ځمکه ۲۵۱ زره ټنه د انګورو حاصل تر لاسه شي،چې د تیر کال پرتله اته فیصده کموالی ښيي.