په لوګر ولایت کې د چهار شنبې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د غبرګولې پر ۴ مه» د سنځل ګل دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه.
په مشاعره کې د هېواد د بېلا بېلو ولایتونو لسګونه مشهورو شاعرانو، فرهنګیانو او د شعر او ادب مینه والو ګډون کړی وه.
مشاعرې ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی معین عتیق الله عزیزي وویل، د دغو ډول سترو مشاعرو له لارې کولای شي،خلکو ته د هېواد فرهنګي څېرې روښانه او د ژبې خدمت وکړي.
عزيزي زیاته کړه:« دا زموږ او تاسو د خپل اصلي فرهنګ او ادب او هنر د هغه تمثیل ناستې هم دي. موږ به د خپلو دغه شان، مشاعرو، ادبي ناستو په لړ کې، د خپلو ولسونو، د خپلو مشاهیرو یادونه کوو، د هغوی به ستاینه کوو. دلته به زموږ نوی نسل روزل کېږي. د شعر او نظم په ژبه د خپل راتلوونکي جوړېدو لپاره به دلته ژمنه کوو.»
که څه هم تېر کې به شاعرانو په دغه ډول ناستو کې له جنګه د کرکې او ملي پخلاينې پيغامونه وړاندې کول، خو دا ځل شاعرانو هم د شعر په ژبه له اسلامي امارت د نجونو پر مخ د ښوونځيو د پرانېستلو او له ولس سره د شته واټن راکمېدو غوښتنې درلودې.
د لوګر د اطلاعاتو کلتور رئیس رفیع الله صمیم وايي،هڅه کوي،د دغه ډول لویو ناستو او مشاعرو په ترسره کولو سره د ولسونو او په ځانګړې توګه د بېلابېلو سیمو د شاعرانو تر منځ واټن راکم کړي.