د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معینیت مسوولین وايي، د مس عینک د لرغونو او فرهنګي اثارو ساتنې ته یې اړین تدابیر نیولي.
د یاد وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال مولو عتیق الله عزیزي وايي،د لوګر په مس عینک کې ډېر تاریخي او فرهنګي اثار دي،چې د ساتنې لپاره به یې هر ډول امکانات وکاروي.
عزیزي د مس عینک د چینايي قراردادي شرکت اېم.سي.سي له مسوولینو سره د لیدو پر مهال دغه ژمنې وکړې.
دواړو لورو د چینايي او افغاني ارزښتونو د ساتنې په موخه د ګډ کار ژمنه وکړه.
د لوګر ولایت مس عینک کان د معدني توکو ترڅنګ ګڼ شمیر تاریخي لرغوني اثار هم لري،چې چینايانو ته یې د دې کان ارزښت نور هم زیات کړی دی.