د فبورۍ ۶ د سرطان ناروغي د منخیوي نړیواله ورځ ده. دا ورځ د عامې روغتیا وزارت د مسوولینو او د روغتیا نړیوال سازمان استازو له خوا د یکشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د سلواغې پر ۱۷ مه » په روغتیا وزارت کې ونمانځل شوه.
د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسي مرستیال ډاکټر حسن غیاثي وايي، لا هم د نړۍ پر کچه هر کال له ۴۴ میلیونه ډېر کسان په سرطاني ناروغیو اخته کيږي،چې له ډلې یې ۱۰ میلیونه خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي.
غیاثي وايي، افغانستان کې هم هرکال ۴۰ زره کسان پر دې مرګونې ناروغۍ اخته کیږي،چې له ۱۶ تر ۲۰ زرو کسانو ژوند اخلي.
غیاثي له نړیوالو وغوښتل،چې د سرطان ناروغي د کنترول په برخه کې دې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
هغه زیاته کړه:« نړۍ کې هر کال څه باندې ۴۴ میلیونه کسان پر سرطان ناروغۍ اخته کېږي،چې له دې ډلې۱۰ میلیونه یې خپل ژوند له لاسه ورکوي. په افغانستان کې هم هر کال ۴۰ زره کسان په سرطان اخته کېږي، چې له منځه یې ۱۶ تر ۲۰ زرو ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي.»
ناسته کې د روغتیا نړیوال سازمان استازو هم د سرطان ناروغي په تړاو خپلې اندېښنې شریکې کړې او غوښتنه یې وکړه،چې د دې مرګونې ناروغي د مخنیوي لپاره باید لازم تدابیر په پام کې ونیول شي.
د روغتیا نړیوال سازمان استازی داکټر اختر محمد وايي:« په افغانستان کې په ۲۰۱۸ کال کې نوي زره پېښې ثبت شوي،چې له دې ډلې ۱۴زره کسان مړه شوي. که اوس هم د ځينو ادارو له خوا اقدمات ونیول شي،تر ډېره به د دې ناروغۍ له امله د مړینې مخنیوی وکړي. دا تدابیر حکومت، بېلابېل بنسټونه او ډونران نیولی شي.»
د فبورۍ شپږمه د سرطان ناروغي د مخنیوي نړیواله ورځ په افغانستان کې داسې مهال نمانځل کېږي، چې د ټول هېواد پر کچه د سرطاني ناروغیو د درملنې او تشخیص یو مرکز فعال دی او ډېری ناروغان اړ کېږي،چې د درملنې لپاره نورو هېوادونو ته ولاړ شي.