• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کورونا وېروس؛ افغانستان کې یو ځل بیا مثبتو پېښو کې زیاتوالی راغلی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/01

د افغان – جاپان روغتون روغتیاپالان وايي،د کورونا ناروغانو په مثبتو پېښو کې بیا زیاتوالی راغلی او هره ورځ   شااوخوا د ۲۰۰ شکمنو ناروغانو ټيسټونه اخلي. 

د یاد روغتون یو تن روغتیاپال ډاکټر مېړنی بارکزی وايي:« له موږ سره اوس په روغتون کې له ۶۰ زيات ناروغان بستر دي. تقريبا له دوو هفتو زیات وخت کېږي،چې زموږ مراجعين زیات شوي، هره ورځ له يو سل او پنځوسو نيولې تر دوه سوه پورې مريضان مراجعه کوي. موږ له دوی د في سي ار ټيسټونه اخلو او هغه ناروغان،چې ډېر علايم ولري او د دوی د اکسيجن سويه ښکته وي،دغه ناروغان ځان سره بستروو هم.» 

د عامې روغتيا وزارت ویاند ډاکټر جاوید هژیر وايي، په تېره يوه اوونۍ کې يې تر ۷ زره زيات د کورونا ټيسټونه اخيستي وو،چې له ډلې يې د ۱۰۹۲ کسانو معاینات مثبت وو.

هژير زیاته کړه:« موږ د تېرې اوونۍ په جريان کې ۷۶۳۲ سيمپلې د کورونا اخيستې وې، ۱۰۹۲ يې مثبت وو.،چې زياتره يې په کابل، ننګرهار او قندهار کې ثبت شوې وې. ۳۶۰ کسان روغ شوي،بېرته او ۱۲ کسان بيا مړه شوي دي.» 

د هژیر په خبره، د کورونا د مخنيوي له پاره يې د واکسینو تطبيق لړۍ چټکه کړې او تر اوسه پورې يې په ټول هېواد کې له اته میلیونه زيات کسانو ته واکسین لګول شوی دی.  

 

هژير زیاته کړه:«د واکسینو پروسه ښه روانه  ده. په مجموع کې اته میلیونه کسانو واکسین کړي دي. د اسلامي امارت له راتګ وروسته ۳،۶ میلیونه کسانو واکسین کړي دي. هره ورځ ۱۱ زره کسانو ته په ۳۷۷ مرکزونو کې د کورونا واکسین تطبيق کېږي.» 

عامې روغتيا وزارت وايي، خلک دې د واکسینو تطبيق برخه کې همکاري وکړي او د کورونا وېروس مخنيوي لپاره دې روغتيايي سپارښتنې عملي کړي. 

مسوولین وايي،تر اوسه ورسره د کورونا د نوې اومېکرون بڼې مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې
روغتیا

هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې

جون 3, 2025
عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي
روغتیا

عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي

مې 31, 2025
هرات کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو
روغتیا

هرات کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو

مې 26, 2025
یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي
روغتیا

یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي

مې 24, 2025
سور صلیب: تېرکال مو ۳۴ زره تنو ته مصنوعي غړي جوړ کړي
روغتیا

سور صلیب: تېرکال مو ۳۴ زره تنو ته مصنوعي غړي جوړ کړي

مې 22, 2025
د لوی اختر په درشل کې د کانګو ناروغۍ خبرداری؛ بلخ کې یې څلور کسان مړه کړې
روغتیا

د لوی اختر په درشل کې د کانګو ناروغۍ خبرداری؛ بلخ کې یې څلور کسان مړه کړې

مې 21, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist